لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم نواز شریف: ترهگر به خلک ویرولو ته نه پریښدي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د واهگه بارډر ځانمرگي برید ته عکس العمل کې ویلث ترهگر به په خلکو کې ویره خورولو ته نه پریږدي
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د واهگه بارډر ځانمرگي برید ته عکس العمل کې ویلث ترهگر به په خلکو کې ویره خورولو ته نه پریږدي

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د واهگه بارډر ځانمرگي برید ته عکس العمل کې ویلث ترهگر به په خلکو کې ویره خورولو ته نه پریږدي.

خپل بیان کې وزیراعظم په ډاگه کړې چې د ضرب عزب په نوم قبائیلي سېمې شمالي وزیرستان او خیبر ایجنسۍ کې اپریشن به د اخرني ترهگر وژلو پورې به جاري وي.

د پاکستان وزیراعظم بیان له هغې ورسته رامېنځته شوی چې د واهگه بارډر ځانمرگي برید پړه سمدستي قبائیلي سېمو کې میشته د کالعدم تحریک پاکستان درې بیلا بیلو ډلو په خپل سر واخسته چې پکې د جماعت الحرار، جندالله او د حکیم الله محسود گروپ ترجمانان شامل وو او مطبوعاتو ته يي د ټیلې فون د لارې د حملې ذمه واري په خپل سرونو واخیستله او وې ویل حمله يي د روان پوځي اپریشن په ځواب کې کړې ده.

جماعت الحرار د اگست په میاشت کې د عمر خراساني په مشرۍ کې تند روه جنگیالۍ ډله ده. عمر خراساني هغه تندروه وسله وال کمانډر دی چې د پاکستان لخوا تر ټولو اول يي د شام او عراق جنگیاۍ ډلې داعیش سر د تړون اعلان کړی وو.

پاکستان کې څیړونکې وايي د جماعت الحرار او د کالعدم تحریک طالبان یو شمیر کمانډرانو د داعیش سره د مرستې کولو اعلان جنگ ځپلې هیواد کې نورې اندښنې رابرسیر کړې.

د فرانس خبري ادارې ای ایف پي د یو رپورټ ترمخه ١٠٠٠ پورې پاکستاني وسله وال داعیش کې شامل شوې دي او زریعو ترمخه وايي چې ٧٠٠ به نور دغه ډلې د کومک دپاره لیږي.

د ملگرو ملتونو د یو رپورټ ترمخه د ٨٠ ملکونو څخه ١٥٠٠٠ وسله وال د داعیش په صفونو کې جنگیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG