لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعیش خیبر پښتونخوا، قبائیلي سیمو کې نيشته؟


د پاکستاني طالبانو پخواني ترجمان شاهد الله شاهد په ورستۍ ورځو کې ویلي وو هغه او د پاکستاني طالبانو ځېنې نورو مشرانو داعیش کې شمولیت اختیار کړی دی
د پاکستاني طالبانو پخواني ترجمان شاهد الله شاهد په ورستۍ ورځو کې ویلي وو هغه او د پاکستاني طالبانو ځېنې نورو مشرانو داعیش کې شمولیت اختیار کړی دی

شام او عراق کې فعاله وسله واله ډله داعیش خیبر پښتونخوا او د پاکستان په قبائیلي سېمو کې وجود نه لري. دا خبره خیبر پښتونخوا د کورنو چارو او د قبائیلي سېمو دپاره صوبائي سیکریټري سید اختر علي شاه وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره یوه مرکه کې کړې ده.

د پاکستاني طالبانو پخواني ترجمان شاهد الله شاهد په ورستۍ ورځو کې ویلي وو هغه او د پاکستاني طالبانو ځېنې نورو مشرانو داعیش کې شمولیت اختیار کړی دی.

د شاهد الله شاهد د دعوې نه وړاندې پیښور کې د داعیش د شبنامو او کراچۍ کې په دیوالونو د داعیش لیلکونه لیدل شوي وو.

خو سید اختر علي شاه وايي حکومت په سرکاري کچه خیبر پښتونخوا او یا قبائیلي سېمو کې د داعیش د موجودگۍ څه اطلاع نه ده ترلاسه شوي.

داعیش شام او عراق کې يي په پراخه سېمو خپل اثر غور کړی دی. څیړونکې وايي په دغه سني وسله واله ډله کې د نړۍ د مختلفو سېمو خلک شامل دي چې پکې د غربي او یورپي هیوادونو وگړي هم شته.

په ورستۍ هفتو کې د امریکا او ائتلافي هیوادونو هوائي جهازونو شام او عراق کې د داعیش هدفونه په نښه کړې دي.

خیبر پښتونخوا او قبائیلي سېمو کې د داعیش په هکله د سید اختر علي شاه د خبرو نور تفصیل پیښور نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال حمیدالله رپورټ دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00
Direct link

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG