لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سني هیوادونو پوځي ائتلاف او د جنرل شریف په مشرۍ د ایران تشویش


تیر کال د ایران د سفر په مهال د جنرل راحیل شریف د ایران صدر حسن روحاني سره لیده کاته
تیر کال د ایران د سفر په مهال د جنرل راحیل شریف د ایران صدر حسن روحاني سره لیده کاته

ایران، عمومي شعیه مسلمانانو او پاکستان کې ځیني سیاسي ډلو په نظر کې د پاکستان پوځ پخواني سر لښکر جنرال راحل شریف د سعودي عربستان په مشرۍ کې د پوځي ایتلاف سرلښکر جوړیدو پوښتنې راپورته کړي.

اسلام آباد کې د ایران سفیر مهدي هنردوست مطبوعاتو ته خپل بیان کې د ایران حکومت رسمي غبرگون څرگند کړی.

د پاکستان وتلي د انگریزۍ ژبي ورځپاڼه "ډان نیوز" د ایراني سفیر له خولې لیکلي " مونږ په دې مامله اندښنې لرو. مونږ گڼو دا به د اسلامي نړۍ وحدت ته زیان واړوي" او دا چې "ایران به د داسې کوم ایتلاف برخه نه جوړیږي."

پاکستان کې سیاسي غبرگون

پاکستان کې دننه ځیني ساسي گوندونوهم د سعودي عربستان په مشرۍ کې د پوځي ایتلاف د سرلښکری لپاره د راحیل شریف ټاکلو په پریکړه نیوکې کړي.

د پاکستان تحریک انصاف یو مشر اسد عمر خپل یو ټویټ پیغام کې دا یوه ناسمه فیصله بللي او وایي جنرال شریف د هغه پوځي ایتلاف مشر جوړیدل د بد مرغۍ خبره ده چې پارلیمان یی د برخه نه جوړیدو پریکړه کړي ده.

د پي ټي ايي ایم این ای اسد عمر په ټویټر پیغام
د پي ټي ايي ایم این ای اسد عمر په ټویټر پیغام

د عوامي نیشنل گوند سره تعلق لرونکی او د سینټ د خارجه چارو کمیټی غړی داود خان اچکزی وایی که حکومت پارلیمان د پامه و غورځولو نو دا به نامناسبه فیصله وي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:00:31 0:00

څیړونکې څه وایی؟

د منځنې ختیز په گډون، اکثره اسلامي هیوادونه د سنې او شعیه مسلمانانو گډه آبادي لري. یمن یي یو مثال دی چرته سني مسلمانان د سعودي عربستان په مرسته د شعیه مسلمانانو حوثي قبایلو پر ضد جگړه کوي . هم دغه شان سعودي عربستان کی په خپله شعیه مسلمانان په دریو صوبو کې ژوند کوي. د هغوي یو مذهبي مشر شیخ نمرالنمر سعودي عربستان په دې تیزندي کړی و چې کال ٢٠١١ کې د حکومت پر ضد روان د هغه احتجاج حمایت کړی و چې پکې شعیه مسلمانان د دوي سره امتیازي سلوک پر ضد راوتلي وو.

پاکستان کې هم ښاریزې سیمې په شعیه مسلمانانو آبادې دي. پوځ، سیاست، پارلیمان، میډیا ، حکومتي دفترونو او د ژوند نورو چارو کې پورا برخه اخلي.

پاکستان کې د شعیه مسلمانانو لوې تنظیم مجلس وحت ال مسلمین په خپله ویب پاڼه یو بیان جاري کړی. ددغه ډلې جنرل سیکرټري علامه راجه ناصر عباس د نوي سني پوځي ایتلاف مشر جنرال راحیل جوړولو باندې نیوکې کړي او وایی دا د پاکستان په گټه نه ده.

د وحت المسلمین بیان
د وحت المسلمین بیان

پاکستان کی دننه څیړونکې د شعیه او سني آبادۍ دغه گډ خمیر په اړه وایی دوي ځکه اندیښمن دي چې سني عربستان په مشری کې د پوځي ایتلاف مشري جنرال شریف ته سپارلو سره به شعیه مسلمانان نور هم د ریاست په رول شکمن شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG