لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په ملي مسلم لیګ بندیز لګول غواړي


د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د هیواد د انتخابي کمیشن نه غوښتې د امریکا لخوا ترهګر ګرځول شوي حافظ سعید سره تړلې نوي سیاسي ګوند ملي مسلم لیګ باندې دې بندیز ولګوي.

امریکه په کال ۲۰۰۸م کې په ممبۍ ښار کې د ترهګر برید په سر حافظ سعید نړیوال ترهګر ګرځولی او د هغه په سریې د یو کروړ ډالر انعام هم اعلان کړی.

د انتخابي کمیشن ویاند هارون شنواري د دغه خبرې پخلی کوي او زیاتوي ملي مسلم لیګ د تندره ګوند لشکر طیبه سره تړون لري نو ځکه د کورنیو چارو وزارت غوښتلي چې دغه ګوند ته دې په انتخاباتو کې د برخه اخستواجازه ور نه کړي.

د هارون شنواري تر مخه ٫٫ دا قضیه په عدالت کې روانه ده، مونږ د دې کیس د اوریدلو لپاره د اکتوبر د میاشتې یولسمه نیټه ټاکلې ده. انتخابي کمیشن به دا قضیه اوري او د غیر رجسټرډ شوي ملي مسلم لیګ ګوند د راتلونکې فیصله به کوي.٬٬

د ملي مسلم لیګ مشر سیف الله د لشکر طیبه وسله والې ډلې د مشر حافظ سعید نژدې ملګرې او پخپله هم په دغه وسله واله ډله کې پاتې دی.

هارون شنواري زیاتوي دوي په میډیا لیدلي دغه کاندید شیخ محمود د ملي مسلم لیګ د بیرغ لاندې د لاهور په انتخاباتو کې برخه اخستې.

د هارون شنواري تر مخه٫٫ دغه یو وسله وال ګوند دی نو ځکه مونږ په خپل سر د دغه تن پرضد نوټس اخستی او هغه ته مو وویلي ګوند يې د انتخابي کمیشن سره رجسټرډ نه دی نوځکه د دې ګوند د نوم لاندې په انتخاباتو کې برخه نه شي اخستې.٬٬

د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې (ایم اېي) پخواني مشر امجد شعیب مطبوعاتو ته ویلي چې د پاکستان پوځ د ملک تندروه وسلې والې ډلې په قامي سیاست کې د شاملولو کار پیل کړې او غواړي په بیلا بیلو لارو دوي ته په قامي چارو کې برخه وکړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG