لاس رسیدونکی لینک

قامي اسمبلي به د نهې، سه شنبې، په ورځ د موقتي وزیراعظم انتخاب کوي


پاکستان مسلم ليګ (ن) د گوند یو مرکزي مشر شاهد خاقان عباسي د نامزدگۍ کاغذونه جمع کړي دي

قامي اسمبلي به د نهې، سه شنبې، په ورځ د هیواد د موقتي وزیراعظم د انتخاب دنده سر ته رسوي.

پاکستان مسلم ليګ (ن) د گوند یو مرکزي مشر شاهد خاقان عباسي د نامزدگۍ کاغذونه جمع کړي دي خو مخالف سياسي گوندونه وزیراعظمۍ دپاره په یو امیدوار نه دي متفق شوي.

د پاکستان مسلم لیگ (ن) د مخالف سياسي ګوندونو غونډه په شریکه د یو امیدوار په نامزد کولو کې د ناکامۍ سرمخ شوي ده او ددې ورسته پاکستان تحريک انصاف اؤ مسلم ليګ (ق) شيخ رشيد، پاکستان پيپلز ګوند خورشيد شاه، جماعت اسلامي صاحبزاده طارق الله او متحده قامي موومنټ کشور ذهره د وزیراعظم د امیدوار د پاره نامزد کړل.

خورشيد شاه ميډيا سره د خبرو په وخت وویل د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان چلن د مخالف سياسي ګوندنو د اتحاد دپاره خطر دی او عمران خان د شيخ رشيد نوم د نورو گوندونو سره د مشاروت نه بغير اعلان کړی دی.

د سپریم کورټ په فیصله د نواز شريف د حکومت نه د ګوښه کیدو ورسته د هيواد کړکیچن سياسي حالاتو کې د عوامي تحريک مشر طاهر القادري هم پاکستان ته دراتګ تابيه کړي ده.

د مسلم ليګ (ن) د موقتي وزيراعظم د پاره نومول شوي شاهد خاقان عباسي نامزدګي هم په ستره محاکمه کي ننګول شوي يا چيلنج شوي ده.

دشاهد خاقان عباسي غړي توب چيلنج کونکي دریځ خپل کړی چې د سپریم کورټ د پريکړې نه پس نواز شريف د پارليماني اؤ ډليز سياست دپاره نا اهله دی او په دغه اساس هغه د خاقان عباسي دنامزدگۍ اختيار نه لري او بله دا چي د احتساب په عدالت کي د نوموړي پر ضد د ايل اين جي د درآمد په معامله تحقیقات جاري دي.

XS
SM
MD
LG