لاس رسیدونکی لینک

یوه پاکستاني استخباراتي مامور په خپلې ادارې باندې له ترهګرو سره د ملاتړ تور پورې کړی


د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر ضد د اعلان کړای شوې ملي تګلارې په ترڅ کې د بریالیو عملیاتو پخلی کوي خو ورسره وخت په وخت پدې برخه کې د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ ناندرۍ هم راپورته کیږي

د پاکستان د ملکي استخباراتي ادارې (انټیلجنس بیرو) یوه چارواکي په خپله اداره باندې له ترهګرو سره د ملاتړ تورونه لګولی دي.

یاد چارواکي د اسلام اباد له هايي کورټ څخه غوښتي دي چې ددې تورونو په اړه پلټنې دې د پوځي استخباراتي ادارې (آی اس آی) لخوا ترسره شي.

دغه چارواکي ویلي چې د ۲۰۰۷ کال راهیسې یې د ایران، افغانستان، شام او هند پورې تړلي یو شمېر ترهګر پیژندلي خو ادارې یې قصدا د دغو ترهګرو پرخلاف کوم اقدام نه دی کړی.

ده د آی بي (انټیلجنس بیرو) په لوړ پوړو چارواکو باندې له ترهګرو سره د تړاو تورونه هم لګولي دي.

د پاکستان وتلې ورځپاڼې ډان لیکي چې پدې اړه د چمتو شوي پټیشن له مخې د آی بي د ځینو هغو چارواکو نومونه هم افشا شویدي چې د بهرنیو استخباراتي ادارو په اجندا کار کوي.

په دغو تورونو کې دا هم راغلي دي چې د یادې ادارې ځینې لوړ پوړي چارواکي افغان وګړو ته د پاکستاني شهریت (تابعیت) ورکولو په مسله کې هم تورن دی.

د آی بي د چارواکي وکیل، مسرور شاه د حکومت او د پوځ ترمنځ د اختلافاتو مسله ردوي او زیاتوي چې دی پدې اړه ده ته د رسېدلو ثبتونو د کره والي په اړه دامهال څه نشي ویلای.

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر ضد د اعلان کړای شوې ملي تګلارې په ترڅ کې د بریالیو عملیاتو پخلی کوي خو ورسره وخت په وخت پدې برخه کې د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ ناندرۍ هم راپورته کیږي.

د پاکستان د پوځ لخوا تل داسې انګېرل کېږي چې ګواکې ملکي اړخ د ملي تګلارې لاندې خپل مسولیت په سمه توګه نه پوره کوي.

آی بي (انټلیجنس بیرو) د پاکستان له ټولو څخه زړه پټه ملکي اداره ده چې په بشپړه توګه د منتخب وزیر اعظم تر واک لاندې وي او ددې ترڅنګ د وخت وزیر اعظم د پوځي استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د مشر د ټاکلو واک هم لري.

په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ اباد کې د امریکايي پوځ په عملیاتو کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د وخت وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني دا د ملکي امنیتي ادارو ناکامي ګڼلې وه.

ګیلاني پارلمان ته په خپله وینا کې پوځ ته په اشارې ویلي وه چې دا باید په ډاګه شي چې اسامه بن لادن ته په پاکستان کې د اوسېدو اجازه چا ورکړې وه؟

دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو پرځای خپله یوسف رضا ګیلاني د سترې محکمې (سپریم کورټ) لخوا نا اهله وګرځول شو.

اوسمهال د پاکستان واکمن مسلم لیک نواز ګوند هم د هېواد په ځواکمنو ادارو باندې تورونه لګولي چې د ملکي حکومت پرضد سازشونه کوي.

ډیوه راډیو هڅه وکړه د آی بي پر خلاف لګول شویو تورونو په اړه د نوموړې ادارې غبرګون هم ترلاسه کړي خو د بیا بیا اړیکو نیولو سره سره پرې بریالي نه شو.

XS
SM
MD
LG