لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهگرو د ملاتړ نه لاس په سر شه، د هند پاکستان ته خبرداری


په وورستو کښې امرېکا د هند د واک لاندې کشمېر کښې بېلتون غوښتونکې ډلې حزب المجاهدېن مشر صلاح الدېن نړې وال ترهګر وټاکلو او پاکستان د امرېکا دغه پرېکړه بې انصافې وبوله
په وورستو کښې امرېکا د هند د واک لاندې کشمېر کښې بېلتون غوښتونکې ډلې حزب المجاهدېن مشر صلاح الدېن نړې وال ترهګر وټاکلو او پاکستان د امرېکا دغه پرېکړه بې انصافې وبوله

د امرېکې نه پس هند هم پاکستان خبردار کړی چې ترهگر ډلو د ملاتړ نه دې لاس په سر شي گني نو د سختو نتیجو سره به مخامخ شي.

د هندې مطبوعاتو تر مخه سېمه اېز صورتحال او هند ته د ورپیښو ګواښونو په موضوع یوې غونډې ته وېنا کښې د هند د پوځ سرلښکر په پاکستان باندې الزام لگولی چې په سېمه کښې د "پراکسې وار" یا د غېر رېاستې عناصرو د بل خلاف د جنگیدو تگ لاره يې اختیار کړې ده.

جنرال بپن راوت وویل پاکستان وس هم د جنګېالې ډلو د مرستو تګ لاره لرې چې نه یوازې د هند بلکې د چېن پشمول د ټولې سېمې لپاره خطر دې. هغه وویل په داسې کړن لاره پاکستان د بدو نتېجو سره مخ کېدل شي.

د هندې پوځ سرلښکر د پاکستان او چېن تر مېنځه د اربونو ډالرو په مصرف جوړیدونکي مالېت اقتصادې پروژه هم د هند د خپل واکې په ضد وبوله.

ډېوه رېډېو سره خبرو کښې وتلې خبریال او د دفاعې چارو څېړنکار طاهر خان وايي داسې لګې چې هند گڼي چې موجوده حالات په پاکستان د فشار اچوولو لپاره غوره دي.

د افغانستان لپاره تګ لاره کښې د امرېکې صدر ېو خواه که پاکستان باندې افغانستان کښې د لاس وهنې په سرټکونه کړې وو نو ورسره ېې هند باندې افغانستان کښې خپل کردار د له نور زېاتوولو غږ کړی و.

هند او امرېکا د ډېر وخت راهڅې د پاکستان پنجاب اېالت کښې مرکز لرونکي هند مخالفه جماعت الادعوه او جېش محمد نومې تندروه تنظیمونوپه ښکاره فعالېتونو او د دوې په ضد د اقداماتو نه کېدلو په سر اندښنې څرګندوي.

خو پاکستان په دې اړه د امرېکا او ګاونډې هېوادونو تورونه ردوي او د ترهګر ډلو په ضد بغېر د توپېر نه د کارواېو تګ لارې خپلوولو پخلې کوي.

په وورستو کښې امرېکا د هند د واک لاندې کشمېر کښې بېلتون غوښتونکې ډلې حزب المجاهدېن مشر صلاح الدېن نړې وال ترهګر وټاکلو او پاکستان د امرېکا دغه پرېکړه بې انصافې وبوله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG