لاس رسیدونکی لینک

ترهگري په هند کې، د جیش محمد گرفتارۍ په پاکستان کې؟


د جیش محمد د گرفتاریو اعلان اسلام آباد کې د نواز شریف په مشرۍ کې د شورو، چارشنبې، په ورځ د اعلا پائې یوې غونډې ورسته وشو چې پکې نه یوازې د پوځ مشر جنرل راحیل شریف بلکه د دواو استخباراتي ادارو، اي ایس اي او اي بي د مشرانو، ترڅنگ گڼ شمیر نورو لوړ رتبه حکومتي مامورینو شرکت وکړو

د پاکستان وزیراعظم نوازشریف ددفتر یو بیان وايي د هندوستان په پټهان کوټ ښار کې د هوائي پوځ په مرکز دا میاشت د خونړۍ حملې په لړ کې پاکستاني مامورینو په پاکستان کې د غیرقانونه ټاکل شوي مسلح ډلې جیش محمد یو شمیر غړي نیولې او د تنظیم دفترونه يي تړلې دي.

د جیش محمد د گرفتاریو اعلان اسلام آباد کې د نواز شریف په مشرۍ کې د شورو، چارشنبې، په ورځ د اعلا پائې یوې غونډې ورسته وشو چې پکې نه یوازې د پوځ مشر جنرل راحیل شریف بلکه د دواو استخباراتي ادارو، اي ایس اي او اي بي د مشرانو، ترڅنگ گڼ شمیر نورو لوړ رتبه حکومتي مامورینو شرکت وکړو.

د نواز شریف ددفتر بیان وايي: "په پاکستان کې د تحقیقاتو او (پاکستان ته) د ورکړی شوو معلوماتو په بیناد ځېنې افراد نیول شوي چې تعلق يي د جیش محمد سره تعلق دی. د تنظیم د دفترونو درک معلومول کیږي او تړل کیيږي. نور تحقیقات روان دي."

"د همکارۍ د جذبې د لاندې، دا فیصله شوي ده چې ددې عمل د وړاندې بوتلو دپاره به نور معلومات پکار وي او ددې پاره (دپاکستان) حکومت هندوستان د حکومت سره په مشوره پټهان کوټ ته د تحقیق کونکو خصوصي ډله په لیږلو غور کوي."

په پټهان کوټ کې د هندي هوائي پوځ په مرکز باندې د مسلح کسانو حمله د جنورۍ د میاشت په دویمه نیټه شورو شوه. تر څلورو ورځو پورې په مرکز کې د هندي امنیتي ځواکونو او حمله کونکو ترمنځ وخت په وخت د ډزو تبادله کیدله. د نښتو په ختمیدو شپږ حمله کونکې او اووه هندي عسکر وژل شو.

جیش محمد وايي د گرفتاریو پرواه نه کوي

د سماجي رابطې ویب پاڼه باندې جیش محمد د گرفتاریو تردید کړی دی خو ویلي يي دي که چرې کارکن يي نیول شوي هم وي نو په جهادي هلو ځلو به يي څه اثر وو نه غورځیږي.

پاکستان د خارجه دفتر ترجمان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د هفته وار خبري کانفرنس په موقع جیش محمد د گرفتاریو په اړه وویل چې په دې ورسره معلومات نشته.

غیر تصدیق شده رپورټونو دا هم ویل چې د ډلې مشر او باني مولانا مسعود اظهر هم نیول شوی دی. خو په فیس بک په خپل پیغام کې تنظیم په دې لړ کې څه نه دي ویلي.

جیش محمد او په هندوستان حملې

دا وړمبی ځل نه دی چې په هند کې د ترهگرۍ په لړ کې د جیش محمد نوم اخیستلی کیږي.

په پټهان کوټ د حملې وړاندې په کال ٢٠٠١ د هندوستان په پارلیمنټ باندې د حملې الزام هم په جیش محمد لگولی شوی وو. په هندي پارلیمنټ د حملې او د حصار مسله دومره سنگینه وه چې نوی دلی او اسلام آباد يي یو بل سره جنگ ته ورنژې کړي وو.

جیش محمد یو ترهگر تنظیم

په کال ٢٠٠١ کې د امریکې خارجه وزارت نړۍ د گڼ شمیر نورو تنظیمونو ترڅنگ جیش محمد هم یو ترهگر تنظیم وټاکلو.

پاکستان خپله په جیش محمد په کال ٢٠٠٢ کې پابندي ولگوله او تنظیم يي غیرقانوني وو ټاکلو. په جیش محمد قدغن د هغه وخت صدر پرویز مشرف د مسلح ډلو خلاف د اقداماتو برخه وه چې هغه ترهگرۍ خلاف جنگ کې امریکې سره په همکارۍ کې ژمنه کړي وو.

مولانا مسعود اظهر

د پنجاب صوبې بهاولپور ښار سره تعلق لرونکي مولانا مسعود اظهر په کال ٢٠٠٠ کې د جیش محمد بنیاد کښيښودو. مولانا مسعود اظهر په کال ١٩٦٨ م کې زیږیدلی دی. کراچۍ د بنوري ټاون مدرسې فارغ التحصیل دی. ویل کیږي مولانا مسعود اظهر د گڼ شمیر کتابونو مصنف دی او په نړي واله کچه د اسلامي ډلو تر منځ د روابطو مظبوطولو په غرض يي د یو شمیر هیوادونو سفر هم کړی دی.

په هند کې گرفتاري

مولانا مسعود اظهر په کال ١٩٩۴ د هند د ولقې د لاندې کشمیر کې ونیولی شو. هند په هغه حرکت المجاهدین ډلې سره د تعلق الزام لگولی وو.

یو کال ورسته هندي کشمیر کې د غربي هیوادونو سره تعلق لرونکې شپږ سیلگري وښتولی شول. یوې ډلې سیلگرو د ازادۍ په بدل کې د مولانامسعود اظهر د ازادۍ مطالبه وکړه. هغه خو ازاد نه کړی شو خو د مسلح کسانو د ولقې نه د ناروی یو کس په فراریدو کې کامیاب شو او نورو تښتول کسانو لا تر اوسه درک نه دی معلوم خو ویره څرگندیږي چې گني وژل شوي دي.

مولانا مسعود اظهر هندي کشمیر کې څه کول

مدرسې د تعلیم نه د فارغیدو ورسته، مولانا مسعود اظهر حرکت المجاهدین ډله کې شمولیت اختیار کړو او د ١٩٨٠ په لسیزه کې افغانستان کې روس خلاف په جنگ زخمي شو او د تنظیم د تبغلیانو په څانگه کې يي کار پیل کړو.

ویل کیږي چې هندي کشمیر ته د مولانا مسعود اظهر د تگ مقصد دا وو چې د حرکت النصار نومې تنظیم د دواو حریفو ډلو، حرکت الجهاد السلامي او حرکت المجاهدین، ترمنځ اختلافات هموار کړي.

د مولانا مسعود اظهر ازادي او پاکستان ته تگ

په کال ١٩٩٩ کې مسلح کسانو د هندوستان د مسافرو یو جهاز قندهار، افغانستان، ته وتښتولو. دا په افغانستان طالبانو د واکمنۍ دور وو. د جهاز تښتونکوکو مسافرو د ازادۍ په بدل کې د مولانا مسعود اظهر د خوشي کولو غوښتنه وکړه. هندوستان دغه مطالبه ومنله. مسعود اظهر قندهار ته ولیږلی شو او د ازادۍ ورسته بالااخر پاکستان ته ورسیدو.

ویل کیږي چې مولانا مسعود اظهر رازادولو دپاره جهاز تښتولو د ټولې کاروائي مشري د ابراهیم اطهر په نوم د هغه رور کړې وه.

XS
SM
MD
LG