لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند اوپاکستان په پوله ډزو کې نهه کسان وژل شوي


له دې وړاندې هم د دواړو خواؤ نه په يو بل د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ تورونه لگېدلي دي .
له دې وړاندې هم د دواړو خواؤ نه په يو بل د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ تورونه لگېدلي دي .

د پاکستان او هند ځواکونو په سرحدي پوله په يو بل باندې د ډزو تورونه پورې کړي ، او راپورونه وايي په پوله د ډزو په نتيجه کې دواړو خواؤ ته لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي دي .

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د سيالکوټ په ورکنگ باؤنډرې يا پوله باندې نن د گل په ورځ سحر د هندي ځواکونو په ډزو کې د دوه ماشومانو او يوې زنانه په گډون څلور کسان وژل شوي ، او درې نور ژوبل شوي دي .

د پوځ لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي پاکستاني ځواکونو د هندي ځواکونو د ډزو په کلکه ځواب کړی دی .

د پاکستان پوځ وئيلي ، هندي ځواکونو د نکيال نه علاوه ، تته پاني او کوټ کيرتا سېکټر باندې هم ډزې کړي دي .

بل لور ته د هند د سرحدي ځواکونو په وينا د هند د انتظام لاندې کشمېر کې په لائن اف کنټرول پاکستاني ځواکونو د پولې پورې مخ ته ناتاره ډزې کړي ، چې پکې لږ تر لږه پينځه کسان وژل شوي او ۲۹ نور ژوبل شوي دي .

د هندي چارواکو په وينا د پاکستان لخوا په ارنيه سېکټر باندې ډزې او گوله باري شوې ده .

له دې وړاندې هم د دواړو خواؤ نه په يو بل د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ تورونه لگېدلي دي . او په تېرو څو مياشتو کې د دواړو ملکونو په گډه پوله ورکنگ باؤنډرۍ او لائن اف کنټرول باندې د ډزو په پېښو کې سېواوالی مخې ته راغلی دی .

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG