لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پارلیمنټ د پوځ او وړې صوبې پنجاب سره د اختیاراتو په جنگ دي


 څيړنکار او د پاکستان د ځپلو وړو قامونو د حقونو مبارز ډاکټر سيد عالم محسود وايي د پاکستان د بچ کيدو يواځنۍ لار وړو قامونو ته د برابرۍ حقونو ورکولو څخه تيریږي
څيړنکار او د پاکستان د ځپلو وړو قامونو د حقونو مبارز ډاکټر سيد عالم محسود وايي د پاکستان د بچ کيدو يواځنۍ لار وړو قامونو ته د برابرۍ حقونو ورکولو څخه تيریږي

پاکستان پداسې حال کښې د خپلواکۍ اويايمه کليزه نمانځي چې پارليمنټ د پوځ سره د احتيار په جګړه بوحت دی ، پنجاب په وسيلو قابض دی او فيډريشن سره د پارلیمنټ دغلته ميشت نسلي ډلو ته په خپل حقونو ورکولو کښې ناکامه دی.

څيړونکي وایي پاکستان چې د ٢٣ مارچ ١٩٤٠ د قرار داد په اساس د جوړيدو دعوه کوي هغې کښې د خپلواکه رياستونو خبره شوي وه خو چې کله جوړ شو نو ړومبۍ د ستور ساز اسمبلې ته يې بيا د دستور جوړولو اجازه نه ورکولو او چې کله دستور جوړ شو نو د مخه يې هغه اسمبلي ختمه کړه او د هغې راپديخوا ججانو او جرنيلانو د ا ملک موجوده ته راورسولو.

څيړنکار او د پاکستان د ځپلو وړو قامونو د حقونو مبارز ډاکټر سيد عالم محسود وايي د پاکستان د بچ کيدو يواځنۍ لار وړو قامونو ته د برابرۍ حقونو ورکولو څخه تيریږي. "موجوده دستور دا نشي بچ کولې دغه د پنجاب دستور دې بايد چې بل دستور جوړ شي چې په کښې د هیواد واړه قامونه يو شان حقونه ولري. کچنو قانونو ته په جنرل قمر جاويد باجوه او نواز شريف کښې هيڅ فرق نه ښکاري."

پاکستان د خپل ٧٠ کلن ژوند نيم وخت د طاقتور پوځ د نيغ په نيغه واک لاندې پاتې شوی او د شنونکو په وينا اوس هم پوځ غواړي چې د هیواد چارې هم د هغوي په صلاح او خوښه وچليږي.

د پیښور صحافي او څيړنکار مدثر شاه د څوارلسم اگست په مناسبت وايي د ١٩٥٠ په لسيزه کښې په د فاټا ، خيبر پښتونخوا او بلوچستان خلقو د ازادۍ ورځ چې په کومه جذبه نمانځله هغه جذبه او ولوله اوس نه ښکاري.

هغه وايي کيدې شي چې اوس ددغه سيمو اولسونو د پوځ د ويرې او زور لاندې په نن ورځ قامي بيرغونه پورته کړي وي او دستورې نمانځي خو ترڅو چې ځما مشاهده ده نو په مخونو ې هغه زړه جذبه او ولوله نه ښکاري.

که څه هم د هیواد په چارو کښې د پوځ رول ختمولو، د پارليمان مضبوطولو دپاره به اوازونه د هیواد کينړ اړخه او قام پرستو ګوندونه راپورته کول خو اوس د فيډريشن واکمن ډلې لکه پاکستان مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند لخوا هم راپورته کيږي. او وړاندې ورځو کښې د سينټ چيرمين رضا رباني هم د پوځ پشمول د ملکي ادارو په مابين کښې د ډايلاګ يا مباحثې پيل کولو وينا کړې وه او غښتل ې چې پارليمان پياوړې کړي.

ښاغلې مدثر شاه هم واي بايد چې اوس د ووټ او پارليمان خپل بيللې قدر او واک پرلاسه کړي او دا روايت ختم شي چې بوټ به ووټ د خپو لاندې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG