لاس رسیدونکی لینک

دوزيرستان کډوال وائي ماشومان اؤ زنانه ورته په چيک پوسټونو مري


عزيز الرحمان تورخيل وويل په چيک پوسټونو چې څومره ماشومانو دگرمۍ دلاسه مړۀ شوي دهغې څوک سوچ هم نۀ شي کولى
دپاکستان پوځ دگل په ورځ وئيلي دي چې افغانستان سره په پوله پرته قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو له امله دبې کوره شوؤ قبائيلو رجسټرډ شميره څلور لکه څوارلس زره څلور سوه اؤ يو کم ديرشو ته رسيدلې ده.
په شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو له امله دغه بې کوره شوي کډوال دبنو دلارې دخيبرپښتونخوا په مختلفو سيمو کې ميشته شوي يا ميشته کيږي.
دپاکستان حکومت دپوځ په نگرانۍ کې دکډوالو داستوگنې دپاره په بنو سيمه کې کيمپونه جوړ کړي خو حکومتي سرچينې وائي تر دې مهاله په دغو کيمپونو کې يواځې اتۀ کورنۍ ميشته دي.
په کيمپونو کې دکډوالو دنۀ ميشته کيدو علت که يو خوا دقبائيلي ميرمنو سخته پرده کول اؤ خودداري ښودل کيږي نو بل لوري ته دشمالي وزيرستان څخه موثقو سرچينو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي چې دغو قبائيلو ته دشمالي وزيرستان دننه دفعاله وسله والې ډلې حافظ گل بهادر له لوري گواښ شوى چې دحکومت لخوا په جوړو کړل شوؤ کيمپونو کې استوگنه اختيار نۀ کړي گنې بيا به شمالي وزيرستان کې اوسيدو ته نۀ پريښودل کيږي.
دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) څخه دجاري شوي بيان ترمخه باور کيږي چې کوم خلک دشمالي وزيرستان څخه تر دې مهاله نۀ دي وتلي هغوي به هم نن دسيمې څخه اوځي.
پوځ پخپل دغه بيان کې دعوه کړې ده چې په بنو کې دکډوالو دغوره انتظام لپاره دپوځ دانجنئيرانو ډويژن ته په بنو اؤ ډي ائي خان سيمو کې دسول انتظاميې سره په گډه دکډوال دمرستې دنده سپارل شوې ده اؤ زياته کړې يې ده چې دانجنئيرز ډويژن عسکر دوړاندې څخه بنو ته رسيدلي دي.
پوځ وائي ياد شوي ډويژن په بنو کې څلور دسامانونو دويش ځائيونه جوړ کړي ، چرته چې به دوفاقي حکومت داعلان سره سم دشمالي وزيرستان په کډوالو خوراکي مواد ، روغتيائي مرستې اؤ نغدرقم ويشل کيږي.
بيان کې دا هم وئيل شوي دي چې بنو کې دروغتيائي اسانتيا ورکولو لپاره دپوځ لخوا گرځنده روغتون جوړيږي.
دپاکستان پوځ دکډوالو په شمير کې داضافې اؤ هغوي سره دمرستو په اړه دغه بيان په داسې حال کې جاري کړى چې دشمالي وزيرستان څخه بې کوره شوؤ يو شمير کډوالو په پوځ اؤ حکومت نيوکې کړي چې چې بنو ته دکډوالو کولو په مهال که دپوځ لخوا دسختې تالاشۍ له امله دتکليف سره مخ دي نو حکومت هم ورته هيڅ رقم اسانۍ نۀ دي ورکړي.
دشمالي وزيرستان يو ځائي مشر عزيزالرحمان تورخيل چې دا مهال پخپله بنو ته سرپناه راوړې ده وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل دشمالي وزيرستان څخه راوتونکو کډوالو سره په چيک پوسټونو ډير بد سلوک روان دى.
هغه وويل کله چې دغه کډوال دکهجورۍ ،سيدگئ اؤ ايښا په چيک پوسټونو را اوړي نو دتالاشۍ دعمل دپاره تر اتوؤ ساعتو په سخته گرمۍ کې دزنانه ؤ اؤ ماشومانو سره انتظار کوي.
نوموړي وويل پخپله دکهجورۍ دچيک پوسټ نه درا اوښتو په مهال ددوؤ ځلمو اؤ دريوؤ ميرمنو دمړينې دپيښو شاهد دى.
هغه وويل دغه درې ميرمنې يواځې له دې امله مړې شوې چې دڅښلو اوبۀ ورته ونۀ رسيدې.
”مونږ پخپلو دوه ځلمي اؤ درې ميرمنې دبې وسۍ په حال کې ښخې کړې،غوښتل مو چې دغه مړي واپس شمالي وزيرستاته يوسو، خو پوځ اجازه نۀ راکوله چې بيرته ستانۀ شو.“
په حکومتي کچه نه خو پوځ او نه د حکومت نورو امدادي ادارو د شمالي وزیرستان په کډوالو کې د مړینې تصدېق کړی دی.
دشمالي وزيرستان يو بل مشر ملک رحمت الله وويل” داپريشن مسئله دپوځ اؤ زمونږ ترمينځه ده ،خو اوس مونږ دخيبرپښتونخوا خاورې ته راغلي يو اؤ ددې صوبې دحکومت نه غوښتنه کوؤ چې هلته راسره څه وشول يا کيږي هغه پخپل ځايې خو تاسو خو راسره دکيدونکي زياتي مخه ونيسئ“
هغه زياته کړه” دقبائيلي سيمې څخه راوتونکي خلک ډير بې وسه دي ، دگاډو دپاره کرايه نۀ لري اؤ دلته ورسره دعلاج اؤ ځان ساتنې دپاره هيڅ وسيلې نشته ،بايدصوبائي حکومت ددغه خلکو سره په دې سختو شيبو کې داسې مرستې وکړي چې سبا مونږ ووائيو چې هو که سختې ورځې راباندې راغلې وې نو دخپلو پښتنو حکومت راسره څه کړي وؤ“.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پرویزخټک د اتوار په ورځ پیښور کې یو خبري کانفرنس ته وینا کې وویل صوبائي حکومت به هم د شمالي وزیرستان کې د بې کوره شوو خلکو مرسته کوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي.

     

XS
SM
MD
LG