لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې په جبر هندو جینکۍ اسلام ته د اړولو خلاف احتجاج


په پاکستان کې د هندوانو د هولي نومې مذهبي دستوره نمانځي
په پاکستان کې د هندوانو د هولي نومې مذهبي دستوره نمانځي

د انساني حقوقو کارکونکو او د پاکستان د هندو ټولنې غړو په جبر د هندو جینکو اسلام ته د اړولو خلاف احتجاج وکړو. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ احتجاج په داسې موقع وشو چې پاکستان د اقلیتونو ورځ په قامي کچه ونمانځله.

د امریکې په نیویارک او هیوسټن ښارونو کې او د کینیډې په ټورانټو ښار کې احتجاج دپاره غږ په سوشل میډیا باندې کپیل دیو نومې تن ورکړی وو چې هندوانو د حقوقونو د تحفظ دپاره کوښښونه کوي.

احتجاج دپاره خپل غږ کې کپیل دیو د میا مټو په نوم مشهور د یو تن په خصوصي توگه ذکر کړی و چې د هغه په قول په خبر خلک اسلام ته اړوي.

کپیل دیو وايي میا مټو په خپله سیمه کې د ویرې او په زور د خلکو د مذهب بدولو علامت دی او ځای هندوان د هغه په باره کې خبره هم نشي کولی.

د میا مټو اصلي نوم میا عبدالحق دی او هغه د سند صوبې یو بااثره دیني عالم دی. په پاکستان کې د هندو مذهب منونکې زیاتره په سند کې اباد دي.

د سند د هندو ټولنې غړي د ډیر وخت راهسې وايي میا مټو هغه خلکو ته تحفظ ورکوي چې هندو جینکۍ تښتوي، اسلام ته يي اړوي او بیا يي د خپلو اغوا کارانو سره واده کړي.

میا مټو یا میا عبدالحق دا الزام په کلکه ردوي او وايي هندو میرمنې په خپله رضا اسلام قبلوي.

د هندو ټولنې کارکونکې وايي داسې قانون دې پرځای کړی شي چې د مذهب په بدلولو کې د رضاتعین کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG