لاس رسیدونکی لینک

په پاکستان کې د زیړي یا د یرقان مرض د وبا شکل اختیار کړی، ماهرین وايي


ماهرین وايي د زیړي علاج اوس د گولو د لارې هم کیدی شي

په پاکستان کې د زیړي یا د یرقان رنځ د وبا شکل اختیار کړی دی او په هیواد کې هر کال په لکونو خلک ددې مرض ښکار کیږي. دا خبره د صحت ماهرین کوي.

د پاکستان د زیړي مرض د مطالعې ادارې یا هیپټالوجي سوسایټي مشر ډاکټر جاوید اقبال فاروقي وي او ای ډیوه ته ویلي په پاکستان کې هر کال شا او خوا دوه نیمه لکه کسان د زیړي ښکار کیږي خو علاج یوازې تر د ٧٠٠٠٠ پورې خلکو وشي چې ښايي د یرقان د مریضانو شمیره مخ په زیاتي ده.

ماهرین وايي په پاکستان کې د زیړي د مریضانو شمیره د چین برابر ده چې د پاکستان نه ډیره زیاته ابادي لري او واضحه کوي چې د ابادۍ په لحاظ په پاکستان کې د دې مرض ښکار خلکو شرح د چین نه هم زیاته ده.

یرقان یا زیړی د خوراک او د اوبو دلارې خوریږي او ماهرین وايي گڼ شمیر داسې هم وي چې په خپل بدن کې د مرض د شته والي نه ناخبره وي نو ځکه خلکو ته پکار ده چې د خپل وینې معاینه دې کوي چې دا معلومه شي چي ایا دغه ناروغي لري او که نا؟

په پاکستان کې د زیړي د ناروغۍ په اړه نور تفصیل پیښور کې د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله په رپورټ کې اوریدی شئ:

XS
SM
MD
LG