لاس رسیدونکی لینک

د کوټې هزاره، یوه داسې ټولنه چې ځان په زاندان کې بند گڼي


د انډونیشیا په یو عارض کېمپ کې هزاره کډوال

لکه د نوي کول زیاترو ځوانانو په رنگ علي حارث هم د اعلا تعلیم او د ښه روزگار خوبونه لیدل.

د کوټې د هزاره ټولنې ددې ځوان لپاره د اعلا تعلیم تر ټولو غوره لار د بلوچستان یونیورسټي وه خو هلته تگ راتگ د ژوند د خطر نه خالي نه و.

"هغه وخت، په کال ٢٠١٣ او ٢٠١۴، کې داسې څه امکان نه و چې که مونږ هلته (یونیورسټۍ) ته تلو نو بیرته ژوندي راتللی شو،" حارث د وي او ای خبریالې عایشه تنظیم ته وویل.

ژوند ته ددې خطر په سبب نه یوازې ٢١ کلن حارث بلکې د هزاره ټولنې نورو گڼ شمیر ځوانانو هم د ښه اینده خوبونه او د اعلا تعلیم ارادې دلاسه ورکړې.

علي حارث وویل د هغه د سکول د ټولگي ٨٠ فیصد پورې هلکانو اعلا تعلیم ته په مخه ښه ویلي دي، ځينې د پاکستان نورو ښارونو او ځينې نورو ملکونو ته تللي دي او څوک چې پاتې دي نو خواري مز‏دوري او سخت کارونه کوي.

د تیرو څو کلونو راهسې سخت دریځه سني ډلو د کوټې شیعه هزاره اوسیدونکي په هدف کړې دي.

په خپل رپورټ کې عایشه تنظیم لیکي که چرې د سني سخت دریځو ډلو د تشدد نه د تحفظ خبره وی نو د هزاره ټولنې خلکو به خپل مسلک پټ ساتلو خو د دوي د شکلونو مخصوص نقشونه دوي هرچاته په ډاگه کوي. رپورټ وايي هزاره منگول او د مرکزي ایشیا د خلکو په رنگ نقشونه لري چې ښايي د دوي د ابا او اجدادو تعلق د هغه سيمې سره و.

په تیرو ١٠ کلونو کې په ځانمرگي بم چاودنو او په هدفي وژنو کې د هزاره ټولنې د سلگونو په شمیره کې غړي وژل شوي دي او گڼ شمیر داسې کسان شته چې مرگ یې ډیر د نژدې نه لیدلی خو بچ پاتې شوي دي.

داود چنگیزي د هزاره ټولنې غړی دی، وايي په یوه پیښه کې یې که موټر څو سیکنډه وړاندې بل اړخته نه و گوټ شوی د خپلې ښځې او د څلورو بچو سره به ژوبل یا وژل شوي و. د کوټې په علمدار سړک شوي دغه بم چاودنه کې د ٩٠ نه زیات کسان وژل شوي دي.

بهر د خطرو په وجه هغه اوس د کور نه کار کوي او د مختلفو غیر دولتي ادارو سره د مشیر په توگه خدمات ترسره کوي او وايي په پیشه ورانه توگه د هغه ژوند د جمود سره مخامخ دی. هغه زیاتوي د کار د خوښې برخه یې بهر وتل او سفر کول وو خو اوس یې نشي کولی. ځان بیا هم خوش قسمته گڼي چې روزگار او د امدن وسیله یې شته. گڼ شمیر ملگري یې بې روزگاره دي.

ښاغلی چنگیزي وايي د یو ملگري یې د موبایل ټېلي فونونو دوکان و خو خرڅ یې کړو او انډونیشیا ته لاړو او هلته د کډوالو په یو عارضي کېمپ کې ورځې شپې تیروي.

په کال ٢٠١٣ کې د یو شمیر حملو ورسته د کوټې ښار د هزاره برخو شا او خو د ایف سي ځواکونه پرځای کړی شول او هلته د تلونکو راتلونکو خلکو شناختي اسناد کتل کیږي.

خبریالا عایشه تنظیم وايي که یو خوا ددغه انتظاماتو په وجه په ټولنه حملې کمې شوې دي خو بلخوا یې د ټولنې د سماجي او اقتصادي پرمختگ ساه نیولي ده او د ټولنې لپاره د ځانگړیو محفوظو برخو مطلب دادی چې د ښار نورې سيمې ددوي دپاره غیر محفوظ دي.

احمد علی کوهزاد د هزاره ټولنې سره تعلق لري او د هزاره ډیموکریټک پارټۍ رکن دی وايي هزاره خلک په اقتصادي توگه تباه شوي دي. "په اقتصادي توگه مونږ خپي شوي یو. په ښار کې مونږ گڼ شمیر دوکانونه لرل. اوس یو هم نشته. مونږ د ټرانسپورټ کامیاب کاروبار لرلو خو اوس مونږ خپلو سيمو ته محدود شوي یو،" ښاغلي کوهزاد وویل.

په کار روزگار کې د نقصان ترڅنگ د هزاره ټولنې ځينې غړي په سماجي توگه د تنهايي گیله هم کوي.

صحافي قادر نایل وايي کوټه د مختلفو قامونو او ثقافتونو ښار دی خو "زمونږ بچي یوازې یوه ژبه او یو ثقاقت زده کوي دوي د دنیا دپاره نه تیارږي."

حکومتي چارواکي وايي گڼ شمیر اقدامات يې کړي دي او په نتیجه کې یې حالات بهتر شوي دي.

د ټولنې پرضد د تشدد د شروع کیدو راهسې په زرگونو هزاره په قانوني او یا غیر قانوني توگه نورو ملکونو ته تللي دي. د ایران، افغانستان او د پاکستان څخه په زرگونو هرازه په انډونیشیا کې په دې انتظار دي چې د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره به ورته په بل ځای کې د ابادیدو انتظام وکړي. انډونیشیا کډوال نه مني نو ځکه هلته میشته هزاره نه خو کارروزگار کولی او نه تعلیم ترلاسه کولی شي.

خو په پاکستان کې میشته د هزاره ټولنې ځوانان چې په یو وخت کې یې د خپلو کورنیو ذمه واریو ته د اوږه ورکولو خوبونه لیدل اوس خالي د خپل سر د بقا فکرونو په مخه اخیستي دي.

حارث وایي د ښه مستقل او د ښه امدن خوبونه یې لاړ دي. اوس مزدورۍ ته ناست دی.

XS
SM
MD
LG