لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې احمدي ډاکټر وژل شوی


د انساني حقوقو نړي والې ادارې پاکستان کې د اقلیتونو د حقوقو په هکله وخت په وخت خپل اندیښېنې څرگندوي. دغه تنظیمونه وايي پاکستان کې ورځ په ورځ مذهبي اقلیتونو لپاره حالات خرابیږي او انتها پسند وسله والې د قلیتي مذهبي مسلک غړي بغیر د ویرې ترهې په نښه کوي
د پنجاب صوبې په ربوه کې د احمدي ټولنې په مرکز کې وسله والو امریکائي شهري ډاکټر مهدي علي وژلی دی.
د جماعت احمدیه پاکستان ترجمان سلیم الدین په ډاکټر مهدي علي د گل په ورځ د حملې او د هغه د وژنې تصدیق کړی دی.
ډاکټر مهدي علي د زړه د ناروغۍ ماهر وو، د ابتدائي تعلیم ورسته امریکا کې اباد شوی وو او امریکائي شهريت يي اختیار کړی وو.
د وژل کیدو نه څو ورځې ډاکټر مهدي علي امریکې نه پاکستان ته خدمت خلک لپاره تللی وو. ویل کیږي هغه به هر کال د څو ورځو لپاره پاکستان ته تلو او د خلکو ویړیه علاج به يي کولو.
د انساني حقوقو نړي والې ادارې پاکستان کې د اقلیتونو د حقوقو په هکله وخت په وخت خپل اندیښېنې څرگندوي. دغه تنظیمونه وايي پاکستان کې ورځ په ورځ مذهبي اقلیتونو لپاره حالات خرابیږي او انتها پسند وسله والې د قلیتي مذهبي مسلک غړي بغیر د ویرې ترهې په نښه کوي.
سلمی الدین وویل ترڅو پاکستان کې امتیازي قوانین موجود وي او په اقلیتونو په حملو کې ککړ کسانو ته سزاگانې نه ورکړی کیږي د مذهبي تشدد مخه نشې نیول کیدی.
د ډاکټر مهدي علي د وژنې په هکله نور تفصیل د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال ارشد حسین رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:
XS
SM
MD
LG