لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حافظ سعید، د امریکې او د ملگرو ملتونو ترهگر، خو د پاکستان سیاسي رهبر


پاکستانې مطبوعات ترمخه ځاې خلقو د حافظ سعېد تود هرکلی وکړو خو او د هغه په حق کښې یې شعارونه هم پورته کړل
پاکستانې مطبوعات ترمخه ځاې خلقو د حافظ سعېد تود هرکلی وکړو خو او د هغه په حق کښې یې شعارونه هم پورته کړل

د امرېکې او ملګرو ملتونو لخوا ترهګر ګرځوول شوې دپاکستان تندروه ډلې مشر حافظ سعېد په جار خپل سياسي فعالیتونه پېل کړېدې.

د ګل په ورځ حافظ سعېد نه ېواځې په لاهور کښې د خپل سېاسې ګوند ملې مسلم لېګ دفتر پرانسته کړې خو د ځاې اولس سره لېده کاته هم کړېدې.

پاکستانې مطبوعات ترمخه ځاې خلقو د حافظ سعېد تود هرکلی وکړو خو او د هغه په حق کښې یې شعارونه هم پورته کړل.

حافظ سعید په داسې وخت خپل سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکوی چې امرېکا، هند او افغانستان په پاکستان فشار زیات کړی چې په خپله خاوره دې د ترهګرو ډلو پرضد کاروايي وکړي.

د امرېکې صدر ډانلډ ټرمپ او د هغه نایب مایک پېنس برداری کړی چې که چرې پاکستان د تندروه ډلو سره د اړیکو خپل پخوانی دریځ دلاسه ورنکړي نو د بدو نتیجو سره به مخامخ شي.

مطبوعاتې رپورټونو تر مخه تېره هفته د پاکستان تر ټولو لوې حکومت مخالفه پېپلز ګوند سېنېټر فرحت الله بابر سېنېټ ته خپله وېنا کښې د لاقانونه ډلو او بېا د حافظ سعېد په ښکاره فعالېتونو اندېښنې څرګندې کړی.

سېنېټر بابر دا ویره هم لرې چه ګنې امرېکا د حافظ سعېد پر ضد هاغه سېر کاروایي کوولی شي څنکه چې یې په پاکستان کښې د اوسامه بن لادن پر ضد ترسره کړي وه.

د بل ېو حکومت مخالفه عوامې نېشنل ګوند وېاند زاهد خان ويلي د حافظ سعېد سېاسې فعالېتونه پېل کول د ترهګرۍ پر ضد د حکومت په ملې تګلاره پوښتنې راوچتوي.

زاهد خان ډیوه ریډیو ته وویل چې دې سره په نړۍ کښې د پاکستان بدنامې کېږې.

د هند ممبې ښار کښې شوې ترهګربرېدونه چې پکښې ېو ١٨٠ تنان مړه شوي وو هند او امرېکا د دغه برېدونو مصولیت په حافظ سعېد اچوې او ملګرو ملتونو او امرېکا د هغه په سر انعامې رقم هم اعلان کړی دی.

د پاکستان حکومت سږ کال د جنورې په مېاشت کښې حافظ سعېد په حفاظتې ولقه کښې اختسې و خو د تېر نومبر په مېاشت کښې لاهور هایي کورټ د هغه د خوشې کوولو امر جارې کړی و.

د پاکستان د انتخابې کمېشن وېاند هارون شنوارې ډېوه رېډېو ته وېلې چې د کورنیو چارو وزارات په وېنا دوي د لاقانونه تندروه ډلو سره تړاو په سر د ملې مسلم لېګ د ېو سېاسې ګوند په توګه رجسټرډ کوولو خواست رد کری دی.

خو دغه حکومتې بندېز باوجود د جماعت د عوې سره تړاو لرونکې ملي مسلم لېګ په وورستو کښې لاهور او پېښور کښې شوې ضمنې انتخابات کښې برخه اخستلې وه.

او د لاهور په انتخابات کښې د ملې مسلم لېګ ملاتړې کاندېد د پېپلز ګوند د کاندېد نه هم زېات ووټونه ترلاسه کړې وو.

د پاکستان مرکز او پنجاب کښې واکمن مسلم لېګ نواز ګوند چه د سترې محکمې لخواه د خپل مشر نواز شرېف د ګوښه کوولو د پرېکړې په سر دا وخت د هېواد طاقتوره پوځ او عدلېه سره اړېکې د تنو ښکار دې.

د واکمن ګوند مشران تور لګوې چه ځنې قوتونه د دوې د ووټونو د ماتوولو لپاره د ملې مسلم لېګ او تحرېک لبېک غونتې ډلو ته انتخابې سېاست کښې د برخه اخستلو ډاډ ورکوې خو د پاکستان پوځ په کورنې سېاست کښې د لاس وښنې تورونه ردوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG