لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ۶۵ مذهبي تندلارو ډلو ته د قربانۍ څرمن نه ورکولو امر کړی دی


د پاکستان مرکزي حکومت په ګرد هېواد په ۶۵ غیر قانونه ګرځول شوو مذهبي تندلارو ډلو د لوي اختر په مهال د قربانيو د څارو د څرمنو په راغونډولو بنديز لګولی او پريکړه ېي کړې هر څوک چې څرمنې راټولوي بايد د سيمې د انتظاميې اجازه ولري.

د کورونو چارو د وزارت له لخوا خپور شوي بيان کښې په بنديزلګولې شوې تندلارو تنظیمونو کې لشکر جهنګوي، سپاه صحابه پاکستان، لشکر طيبه پاکستان، بلوچستان لبريشن ارمي او رابطه ټرسټ هم شامل دي.

د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپانړه ډان د داخله چارو د وزارت د نوملړ له مخې وايي هغه ټول تنظمونه چې د لوي اختر په موقع د قربانيو د څارو د څرمنو جمع کولو اراده لري بايد د خپلو خپلو علاقو د ځايي ډپټي کمشنرانو لخوا د اجازې اسناد ولري.

بيان کښې ویل شوي د څرمنو د راټولو د عمل به په کلکه څارنه کوي او که څوک په زور په څرمنو راټولو وموندل شو نو دترهګرۍ پر ضد قانون لاندې به پري مقدمه درج کيږي. د ډان ورځپانړې تر مخه مرکزي حکومت دا فیصله هم کړي چې د لاقانونه ګرځولې شوي مذهبي تندلارو ډلو سره مالي مرستې کوي د هغوي پرضد به هم د ترهګرۍ پرضد تګلارې لاندې ګامونه اخستې کيږي.

پاکستان کښې زياتره مذهبي او غیر قانونه ګرځول شوې ترهګرې ډلې د لوي اختر په موقع د قربانو د څارو څرمنې راغونډوي او څیړونکي ګنړي دغه تندلاري تنظیمونه هم ددغه څرمنو د خرڅ څخه په کروړونو روپۍ پيدا کوي او بيا ي د ترهګرۍ لپاره کاروي. مطبوعاتي راپورونه وايي د پاکستان سياسي او مذهبي ډلې هر کال د لوې اختر په موقع د څارو د څرمنو د خرڅولو نه تر دريو اربو پورې روپۍ راغونډوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG