لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

گلگت کې په دیوالونو د داعش په حق کې نعرې لیکل شوي


افغان مامورین وايي د افغانستان په ځېنې سیمو کې هم داعش فعالیتونه شورو کړې دي. مامورین وايي ننگرهار ولایت کې دداعش ریډیو يي بند کړی دی
افغان مامورین وايي د افغانستان په ځېنې سیمو کې هم داعش فعالیتونه شورو کړې دي. مامورین وايي ننگرهار ولایت کې دداعش ریډیو يي بند کړی دی

چین سره پرته د پاکستان په شمالي گلگت سیمه کې په دیوالونو د داعش وسله والې ډلې په حق کې نعرې لیکل شوي دي. په سیمه کې میشته حکومتي مامورینو داعش په حق کې د شعارونو د لیدل کیدو تصدیق کړی دی.

د پاکستان حکومت په رسمي توگه په هیواد کې د داعش د موجودگۍ خبره ردوي خو د پاکستاني طالبانو نه جدا شوي ځېنې وسله والو داعش سره د الحاق اعلان کړی دی او په نژدې وختونو داعش یا ددې ډلې سره تړلې نورو وسله والو په پاکستان کې د ترهگرۍ د حملو ذمه واري هم په غاړه اخیستې ده.

د حکومتي تردیدونو پرعکس، د گلگت نه علاوه په کراچۍ او د پاکستان په ځېنې نورو ښارونو کې هم په دیوالونو داعش په حق کې نعرې لیکل شوي لیدل شوي دي او امنیتي ادارو داعش سره د تعلق په شک کې د یو شمیر خلکو د نیولو دعوې هم کړې دي.

په گلگت کې د شعیه مسلک منونکو خلکو اکثریت دی. په یو وخت کې دا سیمه پرامنه او د سیلگرۍ مرکز وو خو په ورستۍ موده کې علاقه کې د فرقه ایز تشدد پیښې رامینځته شوي دي چې مامورینو يي پړه په سني مسلح ډلو اچولې ده.

گلگت کې داعش د نعرو په اړه د وي او ای خبریال احسان محمد خان رپورټ دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG