لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: له ”قائداعظم“ څخه تر ”قاعده ازم“ پوری


د ” قائداعظم“ د سیکولر پاکستان لا ۳۰ کاله پوره شوي نه وو چې په هیواد کې د” قاعده ازم“ بنیادونه ایښودل پیل شول، په کال ۱۹۷۷م کې د جنرال ضیاالحق په شکل کې ګلکار ته د افغانستان خاوره او د خښتو او سیمنټو په توګه بی شمیره مذهب پلوه خلک په لاس ورغلل. تر دی وړاندی د ”سیکولر“ وزیر اعظم ذوالفقار علي بهټو په حکومت کې هم د سخت دریځه اسلام پالو له خوا د احمدي فرقی غیر مسلمان اقلیت ګرزه ولو لپاره تجربه بریالۍ شوی وه. هغه پاکستان چې جوړه ونکي محمد علي جناح یې کال ۱۹۴۷ د اګست په ۱۱ مه نیټه آېين ساز اسمبلۍ ته پخپله پالیسۍ وینا کې وېلي وو ”اوس تاسو آزاد یې، تاسو مندرونو ته په تګ کې آزاد ېۍ، تاسو په دی پاکستان کې خپل جوماتونویا د عبادت نورو ځایونو ته په تګ کې آزاد یۍ، تاسی که د هر مذهب، ذات یا عقیدی یاست ریاست له دی سره کار نه لری“ هغه پاکستان ته اوس په نړي واله کچه او د غربي هیوادونو استخباراتي ادارې د ترهګرۍ ځاله واېي .
وتلي پاکستاني ژورنالسټ او لیکونکي احمد رشید په خپل یو چاپ سوي کتاب “Decent into Chaos” کې د ۲۰۰۱ نه وروسته پاکستان په اړه لیکلي: ”د نړۍ له ۴۳ اسلامي هیوادونو څخه شاو خوا ۳۵ زره خارجي اسلامي وسله وال پاکستان ته ورسیدل او هلته د دوي د تماسونو ، منظم کیدو او تحریک مرکزونه دیني مدرسی وې چې شمیره يې ورځ تر بله زیاتیده“. احمد رشید واېي هیواد کې د القاعده تخم په دومره زیات مقدار کرل شوي چې تر راتلونکو ۲۰ کلونو پوری به پاکستان دنړۍ د جهادیانو مرکز وي.
څیړونکي واېي ډیر په تاکتیکي او ستراتیژیکي انداز پاکستاني ټولنی ته د تندروۍ او د اسلام سخت دریځه بڼه دننه کړل شوی ده. امریکا کې د پاکستان او افغانستان د چارو کار پوه ولي نصر په خپل کتاب “Vanguard of the Islamic Revolution” کی لیکلی: ” د پاکستاني ریاست د متحد ساتلو لپاره هلته حکومتونو هم اسلام د یوې آلې په توګه کاره ولې“.
څیړونکي واېي د تندروۍ هغه تخم چې د ۷۰می په لسیزه کې کرل شوی اوس یي ریشی د پاکستان زیاتره برخو ته رسیدلي. په القاعده پوری تړلی ځاېي وسله وال سازمانونه، که څه هم د حکومت له خوا د بندیزونو سره مخ دي خو بیا هم ډیر په آزاده توګه فعالیتونه لري. زیاتره ښي لاسي ګوندونو لکه د نواز شریف واکمن مسلم لیګ، د عمران خان تحریک انصاف، د جمعیت علما اسلام ۳ واړه ډلې او په تیره بیا جماعت اسلامي باندی د تندروانو سره یا خو د نزدې اړیکو لرلو او یا بیا د هغوي سره د خوا خوږۍ لرلو تورونه لګول کیږي. د دغو ګوندونو ځنی مشران خو بیا داسې دي چې د تره ګرۍ د پیښو مازی غندنه کولو باندی يی هم پر مخ خولی راشي. په دغو کې ځینو د القاعدی د فکر او نظریې په ډاګه په میډیا ملاتړ هم کړی. په پاکستان کې د القاعده او دې سره تړلو سازمانونو منګولی څومره ټینګې دي؟ ددی اندازه له دی څخه کیدلې شي چې پخوانۍ وزیر اعظمه بی نظیر بهټو، د پنجاب ګورنر سلمان تاثیر د لږکیو مرکزي وزیر شهباز بهټي، د پښتونخوا مشر وزیر بشیر احمد بلور یو شمیر پارلیماني غړي، قباېلي مشران، او د ټولنی د مخه ورو تر څنګ د پاکستاني پوځ یو شمیر عسکر، میجر جنرالان، کرنیلان او نور افسران وژل شوي خو د سیاسي او پوځي مشر تابه رویه تر اوسه ډیره ” معذرت خواهانه “ ده. هم دا وجه ده چې واشنګټن پوسټ کې د دسمبر په ۲۸مه چاپ شوي یو رپورټ کې د امریکا ۱۸ استخباراتي ادارو دا ویره ښکاره کړې چې ۲۰۱۷م کې افغانستان کې یو ځل بیا طالب وسله وال سر پورته کولې شي او واېي لشکر طیبه به داسې قوي شي لکه په لبنان کې حزب الله . دلته دا وېل ضروري ګڼم چې د امریکا یو وتلي څیړونکي ماېکل اوهانلن د استخباراتي ادارو دا رپورټ مایوس کن بللی.
ځاېي او نړيوال مطبوعات واېي د قباېلي سیمو سره سره د پاکستان نزدی هر غټ ښار کې القاعده او تړلی سازمانونه پټی ځالی لري. د انګریزۍ ژبی ورځپاڼه ”دی نیوز“ یو کال وړاندی خپل رپورټ کې ویلي د اسامه بن لادن په شمول د القاعده تر ۵۰و زیات مهم کسان په ایبټ آباد ، قباېلي سیمو ، کوټه، کراچۍ او نورو ښارونو کې وژل شوی او یو شمیر نور ېي د راولپنډۍ او یاد شوی ښارونو څخه ژوندي نیولي.
د تنظیمي هلو ځلو څخه پرته قاعده ازم د تیرو څو کلونو راهسې د پاکستان لارو او کوڅو کې په دیوالونو هم هر چا ته په سترګو ښکاري لکه:
”اسامه بن لادن د اسلام هیرو“
”ملا عمر همارا امیرالمومنین “
”زیاده بچے جهاد آسان“
”جب تک سورج چاند رھیگا اسامه، عمر تیرا نام رھیگا “
”جهاد میی بهرتي کیلۓ هم سے ټیلیفون نمبر ------ پر رابطه کریں “
دغه نعری د هر کلي او ښار په دیوالونو له ورایه ښکاري او ددی پر ضد د پولیو د مخ نیوي، تعلیم او د چپ لاسي سیاسي ګوندونو نعری یا خو څوک لیکلی نه شي او یا ورباندی سپینه چونه اومږل شي.
په ځینی سیمو کې خو د مختلفو کمپنیو اشتهارونو کې ښودل شوو ښځینه انځورونو په مخ هم تور رنګ واچول شي.
څیړونکی واېي په دی برسیره چې پاکستان کې د مذهبي تندروانو له خوا د تشدد په پیښو کې د حکومتي شمیرو له مخې نزدی ۴۰ زره وګړي او تر ۵ زره پوری پوځیان وژل شوي خو حکومتي او امنیتي ادارې ددې د مخه نیوي په هڅو کی تر اوسه ناکامه ښکاري. دوي واېي په نصابي کتابونو کې د تندروۍ درسونه،کرکه، اقتصادي بد حالي، غریبي، بی روزګاري او د انرژۍ بحران هغه علتونه دي چې پاکستاني ټولنه ېي د محمد علي جناح له سیکولر فکر څخه د القاعده و تندروه او سخت دریځه فکر ته ډیر په چټکه روانه کړی ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG