لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو پخواني ترجمان احسان الله احسان سره دې د میلمه نه بلکې د ملزم سلوک وشي


د پیښور په ارمي پبلک سکول د طالبانو په حمله کې د وژل شوو ماشومانو پلارانو د پیښورهايي کورټ نه غوښتنه کړي ده چې د امنيتي ځواکونو په بند کې پروت د طالبانو پخواني ترجمان احسان الله احسان سره دې د میلمه نه بلکې د یو ملزم سلوک وشي.

د پاکستان پوځ د سږ کال د اپریل په میاشت کې مطبوعاتو ته وویل چې د پاکستاني طالبانو پخواني ترجمان او د جماعت الحرار ډلې مشر احسان الله احسان خپل ځان پاکستاني امنیتي چارواکو ته سپارلی دی.

د پوځ ددغه اعلان ورسته د پاکستان یو شمیر ټیلي وژن چینلونو احسان الله احسان سره مرکې وکړې. د هغه د مرکو ډیرو کتونکو داسې پام و چې احسان الله احسان ښه تازه توزه ښکاري، واسټک او پکول يي اغوندی وي او داسې محسوسیږي چې گنې هغه د یو قیدي په رنگ په زندان کې نه بلکې د میلمه په توگه ښه په ارام په هوټل کې ساتل شوی دی.

د مۍ د میاشت په پنځمه نیټه، د ای پي ایس سکول کې د وژل شوو ماشومانو پلارانو د پیښور هايي کورټ ته درخواست ته درخواست ورکړو چې پخواني طالب ویاند سره دې د ملزم سلکو وشي ځکه چې په سکول د حملې ذمه واري یې خپله په غاړه اخیستې ده.

په کال ٢٠١۴ کې په ای پي ایس د طالبانو په حمله کې تر د ١٣٠ پورې ماشومان وژل شوي دي.

هايي کورټ ته دغه درخواست فضل خان وړاندې کړی دی، چې زوی یې په ای پي ایس کې وژل شوی او خپله په پیشه وکیل یا قانون پوه دی.

د نهې په ورځ د هايي کورټ دوو ججانو په دغه خواست اورونه وکړه خو حکومتي وکیلانو د احسان الله احسان په اړه عدالت د معلوماتو ورکولو لپاره نور وخت وغوښتو.

نور تفصیل پیښور نه د وی او ای ډیوه خبریال مدثر شاه په رپورټ کې دلته اوریدی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG