لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خارجه دفتر وېلي د کراچۍ د پېښې پلټنې روانې دي


کراچۍ کې په بس دشوې حملې په اړه يادونې په اړه ښاغلي چودهري اوېېل دغه ترهه گريزه حمله کې دداعش دککړتيا بنياد دتندلارو لخوا پريښودل شوى پمفلټ نۀ شي کيدى
کراچۍ کې په بس دشوې حملې په اړه يادونې په اړه ښاغلي چودهري اوېېل دغه ترهه گريزه حمله کې دداعش دککړتيا بنياد دتندلارو لخوا پريښودل شوى پمفلټ نۀ شي کيدى

د پاکستان د خارجه چارو سکتر اعزاز احمد چودهري نن اسلام اباد کې ميډيا سره په غيررسمي خبرو کې تيره ورځ په کراچۍ کې د اسماعېلیه ټولنې په بس شوې حملې په اړه ويلي ، دغه پيښه کې به دداعش دککړتيا په اړه څه وئيل دوخت نه وړاندې خبره وي. هغه وويل چې دغه حمله کې دداعش دککړتيا بنياد دتندلارو لخوا پريښودل شوى پمفلټ نۀ شي کيدى خو زیاتوي امنيتي ادارې ددغه حملې پلټنې کوي.

اعزاز احمدچوهدري تور لگولى چې دهغوي دروايتي رقيب هيواد هند خفيه ايجنسي ريسرچ اينډ اينيلسس ونگ را پاکستان کې ناقرارۍ پيدا کولو کې ککړ ده. دهند له لوري دپاکستان په دغه نوي تور تر دې مهاله کوم غبرگون مخې ته نۀ دى راغلى. دپاکستان خارجه سکتر دا هم وئيلي دي چې را پاکستان کې گڼو ترهه گريزو هلو ځلو کې ککړ ده اؤ زياته کړې يې ده چې دغه معامله هند سره څو ځله په سفارتي کچه راپورته کړل شوې.

کراچۍ کې په بس دشوې حملې په اړه يادونې په اړه ښاغلي چودهري اوېېل دغه ترهه گريزه حمله کې دداعش دککړتيا بنياد دتندلارو لخوا پريښودل شوى پمفلټ نۀ شي کيدى خو وې وئيل چې امنيتي ادارې ددغه حملې پلټنې کوي. خارجه سکتر وويل پاکستان يو ذمه وار ايټمي رياست دى اؤ دا يې ثابت کړې چې خپله نيوکلئير ټيکناجي يې دسماجي اؤ اقتصادي اؤ سائنسي پرمختگ لپاره کارولې.

له دې وړاندې نن دپاکستان دخارجه دفتر وياند افغانستان سره داړيکو په اړه وئيلي دي پاکستان افغانستان ته وئيلي دي چې دهندوستان خفيه ايجنسۍ ته دافغانستان څخه دپاکستان په ضد دهلو ځلو اجازه ورکول نۀ دي پکار. دخارجه دفتر له لوري دغه بيان وروستو له هغې راغلى چې دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف تيره ورځ دکابل يوه ورځنۍ دوره وکړه، دکابل ددورې په مهال پاکستاني وزيراعظم افغانستان ته دافغان طالبانو په ضد جگړه کې دملاتړ باور ورکړى ؤ.

دپاکستان دحکومت له لوري دهند په خفيه ايجنسۍ پاکستان کې دناقرارۍ تورونو کې اضافه وروستو له هغې راغله چې تيره اوونۍ ددغه هيواد دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف په مشرۍ دراولپينډۍ جنرل هيډکوارټرز کې دکورکمانډرانو يوه غونډه کې په شکمنه توگه دهند دخفيه ايجنسۍ را له لوري پاکستان کې ترهه گرۍ ته دهوا ورکولو نوتس واخستل شوى اؤ په دې انديښنه څرگنده کړى شوه.

څيړونکي وائي که هر څو پاکستاني چارواکو په تيرو وختونو کې دخپل رقيب هيواد په خفيه ايجنسۍ تورونه لگولي خو دکورکمانډرانو لخوا درقيب هيواد استخباراتي ادارې ته نيغ په نيغه گوته نيول غيرمعمولي. که هر څو پاکستاني چارواکي خپل هيواد کې دهند په خفيه اداره دناقرارۍ پيدا کولو تورونه لگوي خو هغوي په روايتي توگه دغه لړ کې دډاگيزو ثبوتونو په اړه څه نۀ وائي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG