لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا له امریکا څخه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف بیرته تش لاس ځي او که څنګه؟


Pakistan FM Khwaja Asif USIP
Pakistan FM Khwaja Asif USIP

په واشنګټن کې د څېړنې یوې ادارې یو اېس اېي پي کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر څخه پاکستاني کوربه او پاکستانيو ګډونوالو زیاتې پوښتنې وکړې او موضوع یې له امریکا سره د پاکستان روانې بې خونده اړیکې وي.

پدغو خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف له امریکايي چارواکو سره د لیده کاتو وروسته د کومو ځانګړو لاسته راوړنو یادونه وه نه کړه.

خواجه اصف په خپلو خبرو کې ډیر په باور سره ناستو خلکو ته وویل چې پاکستان د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه ګټي، خو چې څه وخت يې دغه خبره کوله نومطبوعاتو دا رپورټونه ښودل چې په بلوچستان کې یو ځان مرګي برید لږ تر لږه ۱۵ تنه وژلي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل د امریکا د امنیتي چارو سلاکار مک ماسټر سره لیدنه یې ښه وه خو ددغو خبرو په اړه یې نور معلومات ور نه کړل خو د یوه لنډ ځنډ نه وروسته یې وویل چې بدې نه وې.

ښاغلي اصف په خپلو خبرو کې همدارنګه د پاکستان په حکومتي دریځ باندې بیا بیا ټینګار کاوه چې په افغانستان کې سوله غواړي او په کار ده چې له طالبانو سره ستونزې د خبرو اترو له لیارې حل شي.

خو د صدر ټرمپ د ادارې په ګډون افغان حکومت او نړیوالې ټولنې تل ویلي دي چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې نه یواځې رغنده رول نه لوبوي بلکه په افغانستان کې ټوله نا امني پاکستان جوړه کړیده.

نوموړي په پوره باور سره وویل چې امریکا په افغانستان کې جګړه بایللې ده خو دا یې وه نه ویل چې دا خبره یې امریکایانو ته هم کړیده او که څنګه؟

خواجه اصف نیغ په نېغه د امریکا وتلي سناتور او د ویتنام د جګړې سرتیري جان میکېن باندې هم نیوکې وکړې چې د افغانستان او د ویتنام د جګړې پرتله کول یې غلط دي خو پدې اړه نور سپیناوی ور نه کړ چې څه ویل غواړي.

خواجه اصف په خپلو خبرو کې زیات وخت د هند پرضد د پاکستان تورونو ته ورکړ او د کشمیر د ظلمونو کیسه یې بیا بیا کوله.

د ښاغلي اصف په خبرو کې د پاکستان د امنیتي ادارو هغه زهني فشار هم له ورایه ښکاریده چې ګاونډي هندوستان دوی څومره نارامه کړیدی.

نوموړي په ډیرو مسلو په ډاګه د خبرو کولو نه ډډه کوله او د مباحثي په سر کې یې وویل چې دی دا مهال ددفاع وزیر نه بلکه یو ډپلوماټ دی او دا یې ومنله چې په احتیاط سره به خبرې کوي.

امریکايي څېړونکي واشنګټن ته د خواجه اصف سفر ډیر بریالي نه بولي او وايي چې پاکستان له امریکا سره د اړیکو د بیرته ښه کېدو لپاره باید د عمل په ډګر کې هغه مثبت بدلون راولي چې امریکا او افغانستان یې غوښتنه کوي.

په نیویارک کې میشته څېرنکار جهانګیر خټک ډیوه ته وویل داسې نه ښکاري چې د امریکا او پاکستان اړیکې دې په یوه سفر بیرته ښه شي.

همدارنګه څېړونکي مایکل کوګلمن ډېوې ته په یوې مرکه کې ویلي دي چې پاکستان په جنوبي اسیا کې د امریکا لپاره نور لومړیتوب نه لري.

د امریکا ددفاع وزیر جیمز ماټیس پدې وروستیو کې د امریکا سنېټ ته په یوې اورونه کې ویلي وه چې له امریکا سره د پاکستان د اړیکو د ښه کېدو وروستۍ موقع پاتې ده او که ددوي هڅې نتیجه ور نه کړی نو د ټرمپ اداره هرډول ګام اخیستلو ته تیاره ده.

د امریکا د ګډو ځواکونو د کمیټې مشر جنرال جوزف ډنفورډ هم پدې وروستیو کې ویلي دي دا ښکاره خبره ده چې د پاکستان استخباراتي اداره (اېي اېس ېي) له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

د امریکا او پاکستان په اړه اړیکې وروسته له هاغې ډیرې خرابې شوې کله چې د افغانستان په اړه د ټرمپ ادارې خپله نوې تګلاره اعلان کړه په کومه کې چې له پاکستان څخه په سخته ژبه یادونه شوې وه او ویلي وه چې پاکستان هغه ترهګرې ډلې په غېږ کې نیولې دي چې په افغانستان او سیمه کې نا امني جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG