لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا حېثیت بدلولو دپاره آئین کې د ترمیم بل پارلیمنټ ته وړاندې شو


د فاټا یا قبائیلي سېمو سره تعلق لرونکو د قامي اسمبلۍ غړو اسمبلۍ ته آئین کې د ترمیم یو داسې مسوده وړاندې کړې ده چې هدف يي فاټا یا د قبائیلي سېمو د انتظام انگریزانو د وخت د راهسې پرځائې نظام ختمول او دا علاقه په خیبر پښتونخوا کې شاملول دي
د فاټا یا قبائیلي سېمو سره تعلق لرونکو د قامي اسمبلۍ غړو اسمبلۍ ته آئین کې د ترمیم یو داسې مسوده وړاندې کړې ده چې هدف يي فاټا یا د قبائیلي سېمو د انتظام انگریزانو د وخت د راهسې پرځائې نظام ختمول او دا علاقه په خیبر پښتونخوا کې شاملول دي

د فاټا یا قبائیلي سېمو سره تعلق لرونکو د قامي اسمبلۍ غړو اسمبلۍ ته آئین کې د ترمیم یو داسې مسوده وړاندې کړې ده چې هدف يي فاټا یا د قبائیلي سېمو د انتظام انگریزانو د وخت د راهسې پرځائې نظام ختمول او دا علاقه په خیبر پښتونخوا کې شاملول دي.

باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړي شهاب الدین خان وي او ای ډیوه ته وویل د مجوزه ترمیم لاندې دوي غواړي چې د ائین ٢۴٧ شق په مکمله توگه ختم کړی شي او د ائین د شق ٢۴٦ د لاندې په فاټا کې شاملې اووه واړه قبائلي سېمې او ایف ار (فرنټیئر ریجن) علاقې د خیبر پښتونخوا انتظام ته وسپارلی شي.

د آئېنې ترمیم د لاندې به د فاټا یا فیډرلې ایډمنېسټرډ ټرائیبل ایریاز حېثيت په پاټا یا پرونشنلې ایډمنسټرډ ایریاز کې بدل او د قبائیلي سېمې خلک به د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې هم نمائندگي ولري.

د آئېنې ترمیمې بل په باره کې خپلو خبرو کې شهاب الدین خان وویل دا د پاکستان په تاریخ کې وړمبی ځل دی چې د فاټا اولس خپل حق دپاره خپله اواز پورته کړی دی.

اعجاز مومند چې د قبائیلي سېمې سره تعلق لرونکو وکیلانو تنظیم فاټا لائرز فورم مشر دی او ایف سې ایف د خاتمې او په قبائیلې سیمه کې د آئېنې او قانوني اصلاحاتو دپاره کار کوي، د آئېنې ترمیمې بل په اړه وايي دا "د پارلیمنټ او فاټا په تاریخ کې لوې اهمیت لري."

اعجاز مومند وايي ٢۴٧ د آئین "ظالم" شق دی چې د قبائیلي سېمو اولس يي د بنیادي حقوقو نه محروم کړې دي.

د پاکستان د کال ١٩٧٣ آئین د شق ٢۴٧ د لاندې فاټا د انتظام واک اختیار د صدر په لاسونو کې دی او هغه دغه واک اختیار د گورنر د لارې استعمالوي. د آئین ترمخه د صدر د رضا بغیر مجلس شورا یا پارلیمنټ فاټا دپاره نه خو څه قانون سازي کولی شي او نه د پارلیمنټ قوانین په فاټا کې عملداري لرلی شي.

د شق ٢۴٧ د لاندې د پاکستان اعلا عدالتونه، د صوبو هائې کورټونه او د هیواد تر ټولو لوې عدالت، سپریم کورټ، په فاټا کې عملداري نه لري.

شق ٢۴٧ دا هم وايي که صدر وغواړي نو فاټا د اولس د خواهشاتو سره د ټولې فاټا یا د سېمې د یوې برخې قبائیلي حېثیت ختمولی هم شي.

د قواعدو د لاندې، آئین کې ترمیم پارلیمنټ دریو کې د دواؤ برخو په اکثریت منظوري ترلاسه کولی شي.

ایم این ای شهاب الدین خان وايي پارلیمنټ کې موجودو ټولو لوې گوندونو ورته د حمایت یقین دهاني ورکړې ده.

خو کتنه به دا وي چې ایا پارلیمنټ کې نمائندگي لرونکې سیاسي گوندونه د فاټا د آئېنې ترمیم په عملي توگه حمایت کوي هم او که نا؟

دا به هم کتل وي چې د آئېنې ترمیم په لاره کې نور څه خنډان دي؟ ماهرین وايي د پارلیمنټ غړي آئین دلاندې خپلې سېمې دپاره په پارلیمنټ کې د قانون سازۍ حق نه لري. اوس پوښتنه دا هم ده چې ائيني ترمیم دپاره بل د فاټا د پارلیمنټ غړو وړاندې کړی دی، نو چې دا گام د آئین د رو نه سم دی او که نا؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG