لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه جي گل افریدي: وزیراعظم د فاټا په خیبر پښتونخوا کې د شاملولو خبره ومنله


په اسلام آباد کې د فاټا په اصلاحاتو کې د ځنډ خلاف د بیلابیلو سیاسي گوندونو احتجاجي غونډې ته د خیبر اینجسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي گل افریدي وویل وزیراعظم د فاټا په خیبر پښتونخوا کې د شاملولو او په اینده عام انتخاباتو کې فاټا ته په صوبايي اسمبلۍ کې د چوکو ورکولو خبره ومنله.

په اسلام آباد کې د فاټا مظاهرې ته د شاه جي گل اعلان
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:40 0:00

خو شاه جي گل دا خبره واضحه نه کړی شوه چې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په لوظونو به عملي کار کله شروع کیږي.

د گل، دوشنبې، په ورځ د زرگونو په شمیره کې د مخلتفو سیاسي گوندونو فعالینو د فاټا په اصلاحاتو کې د مرکزي حکومت د ځنډ خلاف د پارلیمنټ مخې احتجاجي مظاهره وکړه.

د مظاهرې زیاتره برخه وال د خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو نه د قافلو په شکل کې اسلام آباد ته رسیدلي وو.

مظاهره لا روانه وه چې شاه جي گل افریدي، باجوړ نه د قامي اسمبلۍ غړی شهاب الدین خان او د کرمې ایجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړی ساجد توري د وزیراعظم سره ملاقات ته ورغلل.

شا او خوا څلور گنټې ورسته د فاټا درواړه غړي د مظاهرې ته بیرته ورغلل. د واک من پاکستان مسلم لیگ (ن) یو اهم مشر امیرمقام هم په دې موقع د فاټا د پارلیمنټ غړو سره په سټیج موجود و.

احتجاجي غونډې ته د وزیراعظم سره د خپل ملاقات په اړه شاه جي گل وویل وزیراعظم ورسره فاټا په خیبر پښتونخوا کې د شاملولو او په فاټا باندې د انگریز د وخت ایف سي ار قانون د ختمولو خبره ومنله.

په دې موقع خپله وینا کې امیر مقام وویل مرکزي حکومت د فاټا د قانون سازانو غوښتنې منلي دي چې پکې په اینده انتخاباتو کې فاټا ته د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د چوکو یا نشستونو ورکولو خبره هم شامله ده.

ددې ورسته د پارلیمنټ مخې ته په "ډي چوک" کې په فاټا کې د اصلاحاتو په حق کې مظاهره سر ته ورسیده.

دپاکستان حکومت له دې وړاندې اعلان کړی ؤ چې قبائیلي سیمو نه به ایف سي ار قانون ختمولی، دغلته به اصلاحات په ځایې کولی اؤ فاټا به دخیبر پښتونخوا برخه جوړولی شي خو دفاټا نه دپارلیمان غړي اؤ بیلابیل سیاسي ګوندونه وایي چې حکومت اوس دخپلې دغه ژمنې نه په شا شوی دی.
د سه شنبې په سحر د فاټا اؤ خیبر پښتونخوا نه د مختلفو سیاسي ګوندونو دغړو، دمدني ټولنې، فعالینو، طالبعلمانو اؤ قبائیلي اولس احتجاجي قافلې داحتجاج دپاره پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلي.
دغه ټولو قافلو داسلام اباد پریس کلب څخه د یو لاریون په شکل کې د پولیسو لخوا دپارلیمان مخې یا ډي چوک ته د رسیدو دمخنیوي دپاره لاره کې ودرول شوي ټول خنډان مات کړي اؤ‌ځان یې ډي چوک ته رسؤلی دی.

د اسلام اباد په فاټا ریلي کې برخه اخیستونکي زنانه فعالینې
د اسلام اباد په فاټا ریلي کې برخه اخیستونکي زنانه فعالینې


ډي چوک ته په رسیدو په زرګونو مظاهره چیانو د پارلیمان د ودانۍ مخې ته احتجاجي پرلتونه وهلي اؤ په حکومت یې ټکونه کړي چې قبائیلي اولس د خپلو انساني، جمهوري اؤ ائیني حقونو نه محروم ساتي.
په دغه موقعه خپله وینا کې باجوړ نه دقامي اسمبلۍ غړي شهاب الدين خان ویلي چې قبائیلي اولس درې اساسي غوښتنې لري اؤ هغه دا چې پېښور هائيکورټ او سپريم کورټ ته دې د قبايلو رسايي ورکړل شي.
د ۲۰۱۸م عامو انتخاباتو کې دې قبايلي سیمو ته د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې استازيتوب ورکړی شي او اېن اېف سي اېوارډ کې دې فاټا ته پوره برخه ورکړی شي.
دغه غونډې ته په نورو برڅیره د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشرانو حاجي غلام احمد بلور، میا افتخار حسین، ایمل ولي خان ، د پاکستان پیپلز پارټۍ اخون زاده چټان ، ایم این ای شاه جي ګل اپریدي اؤ د نورو سیاسي ګوندونو استازو هم خپلو ویناګانو کې دقبائیلي اولس سره دهغوئ غوښتنو کې دیووالي څرګندونه کړې ده
دغو سیاسي مشرانو اؤ دپارلیمان غړو پخپلو ویناګانو کې پوښتنه وکړه چې هرکله امنیتي ادارې ، حکومت اؤ قبائیلي اولس ټول غواړي چې قبائیلي سیمې دې خیبر پښتونخوا کې ورکډې کړل شي نو بیا څوک دي چې ددې کار مخه یې نیولې ده.
هغوئ وویل قبائیلي خلک نور دفرسوده قانون ایف سي ار لاندې ژوند کولو ته تیار نه دي اؤ غواړي چې د هیواد د نورو برخو د وګړو په څیر یو شان حقونه ورکړل شي.

په کراچۍ کې هم د فاټا د اصلاحاتو په حق کې مظاهره وشوه
په کراچۍ کې هم د فاټا د اصلاحاتو په حق کې مظاهره وشوه

هغوي وویل چې حکومت نور په تشو وعدو قبائیل نه شي تیرویستلی اؤ ترڅو چې دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا کې د ورګډؤلو اعلان نه وي شوی ترهغې به دوئ خپل احتجاج ته اسلام اباد کې دوام ورکړي.
د اسلام اباد په څیر په ننۍ ورځ په کراچۍ، پیښور اؤ دهیواد ځینو نورو برخو کې هم فاټا کې داصلاحاتو عملي کیدو په کار کې دځنډ په ضد احتجاجونه شوي اؤ خلک سړکونو ته راوتلي دي.
ددې ترڅنګ په شوشل میډیا هم دقبائیلي سیمو دننه د اصلاحاتو اؤ دفاټا خیبرپښتونخوا صوبه کې د ورګډولو په حق کې په سوونو خلکو پوسټونه کړي اؤ په حکومت یې غږ کړی چې قبائیلو سره دې نور د میرې مور سلوک بند کړی شي.
خو په پاکستان کې دغه ستر احتجاج ریاستي اؤ شخصي میډیا هاغه شان پام نه دی ګرځولی لکه څنګه چې په لاهور اؤ کراچۍ کې کیدونکو احتجاجونو ته پام ګرځوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG