لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا ته د اعلا عدالتونو د واک اختیار د غځولو فیصله


 د نهې، سه شنبې، په ورځ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د کابینې غونډه کې فیصله وشوه چې فاټا ته ددې عدالتونو عملدارۍ د غځولو دپاره به قانون سازي کولی شي او پارلیمنټ ته به په دې لړ کې د قانون مسوده وړاندې کیږي
د نهې، سه شنبې، په ورځ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د کابینې غونډه کې فیصله وشوه چې فاټا ته ددې عدالتونو عملدارۍ د غځولو دپاره به قانون سازي کولی شي او پارلیمنټ ته به په دې لړ کې د قانون مسوده وړاندې کیږي

د پاکستان وفاقي کابینې قبایلي سیمو یا فاټا ته د سپریم کورټ او د اسلام آباد هايي کورټ د واک اختیار د غځولو فيصله وکړه.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د کابینې غونډه کې فیصله وشوه چې فاټا ته ددې عدالتونو عملدارۍ د غځولو دپاره به قانون سازي کولی شي او پارلیمنټ ته به په دې لړ کې د قانون مسوده وړاندې کیږي.

د کابینې د غونډې په اړه حکومتي اعلامیه کې دا نه ده سپینه شوي چې آیا فاټا به د خیبر پښتونخوا برخه جوړول کیږي او که نا؟ د فاټا اکثر خلک په صوبه کې شاملیدو حمایت کوي.

دویم، اعلامیه وايي چې د سپریم کورټ او اسلام آباد هايي کورټ واک به فاټا ته غځول کیږي خو دا واضحه نه ده چې فاټا سره نژدې د پیښور هايي کورټ عملداري قبایلي سیمو ته ولې نه غځول کیږي.

د کابینې د غونډې په اړه مطبوعاتو ته د جاري شوي حکومتي بیان وايي چې پارلیمنټ نه د عدالتي قانون د منظورۍ ورسته به د انگریز د وخت قانون ایف سي ار ختم کړی شی، قبایلي سیمو ته به د اعلا عدالتونو عملداري او د پاکستان عادي قوانین وغځول شي.

بیان وايي ددې ورسته به په قبایلي سیمو کې په پراخه کچه د ترمختیه کارونه پیل کړي شي او ددې دپاره به مالي وسایل د قامي پنگې نه اخیستل کیږي.

بیان وايي کابیني ته وویل شو چې د وزیراعظم په مشرۍ کې یوه کمیټي جوړه کړی شوي ده چې په فاټا کې به د سیاسي، قانوني، انتظامي او ترقیاتي کارونو څارنه او په قامي بهیر کې د فاټا د شاملیدو څارنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG