لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایف سي ار فاټا د اقتصادي پرمختگ لار نیولې ده، ماهرین وايي


په ورستیو کې فاټا نه د پارلیمنټ غړو د قانون سازۍ یوه مسوده وړاندې کړې ده چې هدف يي د سیمې موجوده حیثیت بدلول دي. خو د قانون سازۍ محرکین وايي په دغه بل لا تراوسه څه پیس رفت نه دی شوی
په ورستیو کې فاټا نه د پارلیمنټ غړو د قانون سازۍ یوه مسوده وړاندې کړې ده چې هدف يي د سیمې موجوده حیثیت بدلول دي. خو د قانون سازۍ محرکین وايي په دغه بل لا تراوسه څه پیس رفت نه دی شوی

د پاکستان په قبائیلي سیمو کې موجود د انگریز د وخت لانجمن قانون ایف سي ار نه یوازې د سیمې د سیاسي بلکه د اقتصادي پرمختگ لار هم نیولي ده، دا خبره په پیښور کې په یوه غونډه کې ماهرینو وکړه.

د خیبر پښتونخوا پخواني چیف سیکریټري خالد عزیز، چې د اقتصادي او د ترقیاتي چارو ماهر دی، د اتوار، یک شنبې، په ورځ دغه غونډې ته وویل د ایف سي ار په موجودگۍ کې نه خو بینکونه په فاټا کې کار کولی شي او نه دا قانون په سیمه کې سرمایه کارۍ ته وده ورکړلی شي.

خالد عزیز وایي اقتصادي پرمختگ دپاره د قانوني چوکاټ د نشت والي له امله د سیمې سرمایه کار مجبور دي چې د خپلو سیمو نه بهر په نورو علاقو کې سرمایه کاري او تجارت وکړي.

په فاټا کې د ایف سي ار قانون خاتمه د سیمې د سیاسي کارکونکو ډیره زړه غوښتنه ده. ماهرین وايي ایف سي ار سیمې د خلکو د بنیادي سیاسي حقوقو خلاف ورزي کوي.

په ورستیو کې فاټا نه د پارلیمنټ غړو د قانون سازۍ یوه مسوده وړاندې کړې ده چې هدف يي د سیمې موجوده حیثیت بدلول دي. خو د قانون سازۍ محرکین وايي په دغه بل لا تراوسه څه پیس رفت نه دی شوی.

په فاټا کې ایف سي ار د اقتصادي پرمختگ په لار کې خنډ جوړیدو په اړه نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله په رپورټ کې اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG