لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهگرۍ ځپلې قبایلو سره دې د هیواد د نورو برخو په رنگ مرستې وشي


پاکستان کې د وروسته پاتې طبقو دپاره د سنیټ قايمه کمیټۍ غوښتنه کړې چې په قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ نه اغیزمنو خلکو سره هغه رنگ مرستې وشي څه رنگ چې د هیواد په نورو برخو کې شوي دي.

کمیټۍ د حکومت نه غوښتي چې د هغه کورنیو، ماشومانو او زنانه ؤ د پاملرنې دپاره دې خصوصي فنډ جوړ کړی شي چې د کورنۍ مشران يي د ترهگرۍ په شک کې نیول شوي او یا وژل شوي دي او د پام ساتنې يي څوک نشته.

د سینیټ د کم شمیره طبقو د قايمه کمیټۍ غونډه نن د ګل يا دوشنبې په ورځ د سینیټرنثارمحمدخان په مشرۍ کې وشوه.

کمیټۍ د حکومتي چارواکو په دې عمل ناخوښي څرګند کړه چې د غربت د حال او د حکومت لخوا د ترهګرۍ نه اغیزمنو سره شوؤ مرستو کره شمیره يې نه ده ورکړې.

د عوامي نیشنل ګوند ستاره اياز چې د کمیټۍ غړې ده وايي دوي ته شکايت شوی ؤ چې قبايلي علاقو کې د ترهګرۍ نه اغیزمنو خلکو سره د نور ملک په رنګ مرستې نه کيږي او په خپله حکومت د قبايلي اولس سره امتیازي سلوک کوي.

"او هاغو خلکو له بيخي (امداد) نه ورکوي چې کوم تن يې تلی دی اوغایب شوی او د هغه شاته بچي او کورنۍ پاتې ده نو د هغويې تپوس نشته، نو مونږ دا سپارښتنه کړې ده چې دا ټول د قام بچي دي او دا زمونږ زمه واري ده، او هم د دغو کسانو نه سبا ترهګر جوړيږي تعليم يې نه وي خوراک يې نشته او داسې ډېرې کورنۍ دي چې څوک پرې خبر نه دي نو مونږ وويل دغه خلک دې معلوم شي د دويې دپاره دې خصوصي فنډ جوړ کړی شي او حکومت دې دويې ته هم پیسې ورکړي".

هغې ووېل خواست يې کړی چې د وزيراعظم د خپل فنډ نه دې د دغو خلکو مرستې وشي.

ستاره اياز ووېل دويې د حکومت نه دا هم غوښتي دي چې څومره مرستې د ملک په نورو برخو کې د ترهګرۍ نه اغیزمنو سره کيږي دومره دې د قبايلي سيمو د اولس سره هم وشي.

دغه رنګ ریاست دې د ترهګرۍ په تور نيول شوو يا وژل شوؤ د کورنو د مرستو په لړ کې خپلې زمه وارۍ هم پوره کړي.

قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ په پیښه کې وژل شوي يو تن ته حکومت درې لاکه او ژوبل ته يو لاک روپۍ د امداد په توګه ورکوي خو په نور ملک کې دا مرستې بيا ډېرې کيږي.

د تیرې اوږدې مودې راهسې په قبايلي سيمو کې د بدامنۍ، ترهګرۍ ضد پوځي عملياتو له کبله د لاکونو په شمیره کې خلک بې کوره شوي او په لويه شمیره کې کورونه هم ويجاړ او سخت مالي زيانونه ورته اوړېدلي دي.

د پاکستان حکومت وايي قبايلي سيمو کې د يو ويجاړ شوي کور په سر څلور لاکه روپۍ امداد ورکوي او په سيمه کې د مرستو په لړ کې پينځه اربه روپۍ ورکړي دي.

خو د سيمي نه د پارليمان منتخت غړي او اولس د حکومت دغه مرستې ډېرې کمې ګڼي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG