لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیاست ته د پاکستاني تندروه ډلو تگ د تشویش خبره نه ده خو سیاست ته دې تندروي نه وړي، ماهرین وايي


حافظ سعید د پخواني جماعت الدعوه گوند مشر د ملي مسلم لیگ د جوړولو اعلان کړی و
حافظ سعید د پخواني جماعت الدعوه گوند مشر د ملي مسلم لیگ د جوړولو اعلان کړی و

د پاکستان د پارليمان غړو د لاهور په تيرو ضمني ټاکنو کښې په نړيواله کچه د لا قانونه ګرځولې شوي تنظيم جماعت الدعوه ملاتړي امیدوار ته د تنخابي کمیشن د انتخابي نښې په جاري کولو انديښمني او ناخوښي څرګنده کړې ده.

بلخوا، د کورنیو چارو وزارت انتخابي کمیشن د ملي مسلم ليګ د يو سياسي ګوند په ډول د درج کولو مخالفت کړی دی. غیرقانونه ټاکل شوي وسله والې ډلې جماعت الدعوه سږکال د اګست په مایشت کې د ملي مسلم ليګ په نامه د سياسي ګوند اعلان کړې و او د انتخابي کمیشن ته یې د اندراج یا ریجسټریشن خواست کړې و.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د سينټ د پارليماني چارو د کميټې په غونډه کښې دا میاشت د لاهور په ضمني ټاکنو کښې د ملي مسلم لیگ امیدوار يعقوب شيخ ته په انتخابي نښې جاري کولو ناخوښي او تشویش څرگند کړو.

د کمیټۍ مشرې د پاکستان پیپلز پارټۍ سره تعلق لرونکې سینټرې شیري رحمان وویل د انتخابي کميشن څخه ېې پدې اړه سپناوی غوښتلی او تپوس ترې کوي چې په کوم اساس یې د يو لا قانونه تنظيم غړي ته انتخابي نښه ورکړه.

د جماعت الدعوه شمار په هغه تنظيونو کښې کيږي چې ملل متحده او امريکا پرې بندیزونه لګولې دي.

مطبوعات د سرچينو له قوله دا هم وايي چې دداخله چارو وزارت د استخباراتي اداروه او د بهرنیو چارو د وزارت د سپارښتنو پر بنسټ انتخابي کميشن د ملي مسلم ليګ د يو سياسي ګوند په ډول د درج کولو مخالفت کړې .

څيړونکي وايي د هېواد قانون د يو تندروه تنظيم په سياسي بهير کښې د ورګډيدو مخه نه نيسي خو شرط دادې چې دغه تنظيم د تشدد لاره پريږدي .

د پيښور پوهنتون د کنفلکټ سډيز سنټر مشر جميل چترالي وايي که يو تنظيم په امناکه ډول په حکومت کښې د جمهوريت د لارې برخه غواړي نو ددې مخالفت نه دي کول پکار .

چترالي زياتوي دلته خبره دمره ساده نه ده . هغه وايي هغه حلقې چې دغه ګوندونو ته د رياست دپاره د جنګيدو اجازه ورکړې وه که هغوي ددغه تنظيمونو سياسي بهير ته په راتګ کښې ملاتړ کوي نو دا د تشويش خبره ده.

د پلډيټ مشر احمد بلال محبوب هم د ښاغلي چترالي د دريځ سره اتفاق کوي او واي د هغه په خيال جمهوريت د تشدد د لارې څخه د تندروه تنظيمونو د راړولو دپاره غوره لار ده خو د انديښنې خبره داده هٍڅې نه چې ددغه ډلې سياست ته تشدد راوړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG