لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پارلیماني کمیټي ښځو ته د ووټ حق ورکولو لپاره هلې ځلې کوي


د پاکستان پارلېمان یوې ګډې کمېټۍ لخواه په یوه مسوده کښې په انتخابي حلقو کښې د ښځو شل فېصد ووټونه اچوول لازمې ګرځوولو سپارښتنه شوې ده.

د دغه مسودې تر مخه که چرې په یوه حلقه کې اچوول شوو ووټونو کښې د ښځو د ووټونو شمېره د لس فېصدو نه کمه وي، نو د دغه انتخابي حلقې نتیجې به نه منل کیږي.

د پاکستان پارلېمان کښې د ټولو سېاسې ګوندونو دغه شریکې کمېټۍ کې په پاکستان کې په انتخابي اصلاحاتو خبرې اترې روانې دي.

د تیرې جمعې په ورځ په دغه اصلاحاتي بل د بحث په وخت د جماعت اسلامي ګوند د قامې اسمبلۍ غړي صاحبزاده طارق الله په دغه شرط اندېښنې څرګند کړي.

وي او ای ډېوه سره خبرو کښې د جماعت اسلامي دغه غړي ويلي ٫٫ دوي د ښځو د ووټ اچوولو او په انتخابې هلو ځلو کښې د برخه اخستو په حق کښې دي، خو دغه شرط ته قانونې شکل ورکوول به ېو سخت اقدام ګنړي٬٬.

پاکستان کښې په کال دوه زره دېارلسم کښې شوي انتخاباتو کښې د خېبرپښتونخوا پېښور، مردان، کرک، نوښار او دير په شمول په ېو شمېر علاقو کښې ښځو ته د ووټ اچولو حق نه وو ورکړی شوی.

هم په دغه انتخاباتو کې د سېاسي ګوندونو تر مېنځه ښځې د ووټ نه منع کولو لپاره د پټو جرګو خبرونه هم مخې ته راغلې وو، او په دغه سیاسي ګوندونو کې د مذهبي ګوندونو تر څنګ د عوامې نېشنل ګوند او پاکستان پېپلز پارټۍ نومونه هم اخستل کېدل، خو دغه ګوندونو د داسې قسمه پټو جرګو نه انکار کړی وو.

پاکستان کښې د انتخابي نظام د خه کولو لپاره کار کونکو یو شمیر غیر دولتي ادارو یو شریک سازمان مشر سرور باري وي او ای ته وایي یواځې مذهبي ګوندونه نه د پاکستان زېات تره سیاسي ګوندونه په انتخاباتو کې د ښځو د ووټونو په حق منفې کردار لوبولی دی.

د پاکستان د ټولې ابادۍ نېمه برخه ښځې دي او د انتخابي کمیشن د شمېرو تر مخه د کال دوه زره دېارلسم په انتخابونو کې د رجسټرډ ووټرانو شمېره شپږاتېا اعشارېه ېو ملېنه وه. په دغه شمیره کې د ښځو ووټرانو شمیره ووه دېرش اعشارېه پېنځ ملېنه او د نارېنو ووټرانو شمېره اته څلوېښت اعشارېه پېنځ ملېنه وه.

د پاکستان انتخابي کمېشن راروان کال په پاکستان کې کېدونکي پارلیماني انتخاباتو وړاندې د لس ملېنه نوي ووټرانو د رجسټرډ کولو اټکل کړی او هم د دغې مقصد لپاره په انتخابي اصلاحاتو کار روان دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG