لاس رسیدونکی لینک

پاکستان وايي د خالد خراساني د مرګ پخلی نه شي کولی


پاکستان ویلي د جماعت الاحرار ترهګرې ډلې مشر عمر خالد خراساني د مرګ پخلی نه شي کولی او وایي پاکستان ته د خراساني د مرګ په اړه هیڅ معلومات نشته.

د پاکستان د دفاع سیکتر ضمیرالحسن شاه د پاکستان د سېنټ یو کمېټۍ ته د خبرو په وخت ویلي ٫٫ د خراساني د مرګ په اړه راغلو خبرونو پخلی نه شي کولی٬٬او زیاته کړې يې ده ٫٫ د هغه د مرګ په اړه خپور شوی عکس هم جعلي دی.٬٬

روانې میاشت کې د جماعت الاحرار ډلې ویاند اسد منصور د بهرني مطبوعاتو د هغه خبر پخلی کړی وو چې عمر خالد خراساني په یو امریکايي ډرون برید کې وژل شوی دی.

د دفاع سیکتر په نژدیو ورځو کې د پاکستان دننه ډرون بریدونو نه هم انکار کړی. د پاکستان او افغانستان په پوله د روانې میاشتې ۱۶مې نېټې نه تر ۲۰مې پورې یو شمیر ډرون بریدونه تر سره شوي وو.

په دې تازو ډرون بریدونو کې ځنې د پاکستان په کرمه ایجنسۍ کې هم ترسره شوي وو. خو د پاکستان د خارجه چارو وزیر خواجه اصف ویلي وو دغه بریدونه د پاکستان په خاوره نه دي ترسره شوي.

نن د سېنټ کمیټۍ ته د خبرو اترو په وخت د پاکستان د دفاع سیکتر د پاکستان او افغانستان په پوله امنیت هم خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG