لاس رسیدونکی لینک

امریکايي او پاکستاني چارواکو د واشنګټن او اسلام اباد ترمینځه د ښو اړیکو غږ کړی


Pakistan Day celebrations

په واشنګټن کې د پاکستان د ازادۍ ۷۰ کلیزې په مناسبت په یوه غونډه کې امریکايي او پاکستاني چارواکو په سیمه کې د امنیت لپاره د دواړه هیوادونو تر مېنځه د ښو اړیکو غږ کړی.

د امریکا په سر ښار واشنګټن کې د پاکستان په سفارت کې په دغه لړ کې یوه دستوره شوی. د دغه دستورې مشر میلمه د امریکا خارجه دفتر ناېب سیکتر تهامس ای شینن وو.

په خپله وینا کې ښاغلي شینن د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ او خارجه سیکترریکس ټیلرسن لخوا د پاکستان اولس ته د ازادۍ د ورځې مبارکي ورکړه.

تهامس ای شینن په دې خبره زور راوړی چې دواړه هیوادونه شریک مفادات لري او پکار ده د دغه مفاداتو لپاره واشنګټن او اسلام اباد په شریکه کار وکړي او خپل منځې اړیکې نورې هم ښې کړي.

په دغه مهال د پاکستان سفیر اعزاز احمد چودهري ویلي هغه په دې خبره باوري دی چې امریکا او پاکستان به په راتلونکي کې هم په ګډه کار کوي او د لسیزو راهسې روانې خپلې اړیکې به نورې هم مضبوطوي.

د امریکا او پاکستان د خو اړیکو دغه خبرې په داسې مهال شوي چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ انتظامیه د افغانستان لپاره خپله نوې تګلاره تیاروي. یو شمیر څیړونکي ګنړي په نوې تګلاره کې امکان دی امریکا په پاکستان فشار نور زیات کړي. چې په دغه هیواد کې میشت هغه ترهګرو ډلو پرضد کاروايي وکړي چې په ګاونډي هیوادنو په خاصه توګه افغانستان کې د افغان حکومت او امریکايي احدافو پرضد جنګیږي.

XS
SM
MD
LG