د خیبر پښتونخوا مرکزي ښار پیښور او د جنوبي ضلعو ترمنځ په لویه لار پرته د ادم خیلو دره یا دره ادم خیل د وسلې د صنعت دپاره شهرت لري خو ددې نه علاوه دره د خوراک دریو شیایانو دپاره هم شهرت لري.
د درې په دریو مشهورو خوراکونو کې تیکې، کباب او خواږه شامل دي.
د درې په اخور وال کلې کې د سړک په غاړه د خوږو یا مټائي دکانونه دي چې د جنوبي ضلعو او قبائیلي سېمو خلک ترې خریداري کوي. د خوږو یو دکاندار وايي مټائي يي نه یوازې په مقامي توگه استعمالیږي بلکه بهر يي هم خلک د ځان سره وړي.
د وي او ای ډیوه خبریال ابراهیم شېنواري د درې اخوروال کلي کې د خوږو یو دکاندار سره خبرې اترې کړې دي دلته يي اوریدی شۍ: