لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوس نو ګرځئ په "امین او صادق" پسې


د پاکستان پارلیماني غړو- او په تیره بیا د ښي اړخه اومذهبي ګوندونو مشرانو به د "مردِ مومن مردِ حق" په وینا د خپل ایمان ارمان ارومرو رژولی وي کله چې يې په ايين (اساسي قانون) کې د پارلیماني غړي او په حکومتي څوکۍ د ناست تن لپاره د "امین او صادق" شرطونه ورومنل.

دواړه کلمي په ویلو او لیکلو ډیرې اسانې دي. خو په عملي ژوند کې په وروسته پاتې او ان تر دې چې په پرمختللي ټولنه کې د یو انسان په خوي او کردار کې يې په ریښتیا موندل د اوسپنې نینې چیچل دي.

په تاریخي توګه د "امین او صادق" کلمه یواځې د اسلام د پیغمبر لپاره په کتابونو کې کارول کیږي. اسلامي تاریخ کې بل مخکښ تن لپاره دغه کلمې نه دي استعمال شوي.

د امین او صادق شرطونه دومره سخت دي چې هم د سپریم کورټ قاضي اصف سعید کهوسه په یوه مقدمه کې د دواړو کلمو په اړه ویلي وو چې دا مبهم او د عملي کېدو امکان نه لري. هغه دا هم ویلي وو چې که دا شرطونه عملي شي نو د قانون تشریح به د خپسې نه کم نه وي.

د اوږدې مودې لانجمن تاریخ او قانوني پېچلتیاوې مخې ته پرتې وې خو بیا هم پارلیماني غړو د اساسي قانون د شق ۶۲ او شق ۶۳ نه د یو مشر لپاره د خیالي کردار "امین او صادق" شرط لرې نه کړی شو. که د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان خبره ریشتیا وي، نو د دغه شرط لرې کولو مخالفت هم د بل هر چا نه زیات نواز شریف کوو. او ځکه د ۱۸م اييني ترمیمي قانون د مسودې برخه نه شو.

پاکستان کې تر اوسه یوه حکومتي کمیټي په دې بریالۍ نه شوه چې شرعي حکم سره سم تکه سپینه سپوږمې (سپوژمۍ) په رسا وخت وویني. دغه حال د یو شمیر پیښو په اړه د حکومتي پلټنو هم دی. لکه د القاعده د مشر اوسامه بن لادن چا د نړۍ نه دومره موده پټ په ایبټ اباد کې ساتلو؟ د طالبانو د مشر ملا عمر مړینه څنگه په راز کې پاتې شوه؟ بینظیر چا ووژله؟ جنرل ضیا سره د امریکايي سفیر څنگه په جهاز کې ووژل شو؟ او دغه شان نورې لوې او وړې پښې د رازه ډکې پاتې دي.

نو څنګه به څوک د سیاسي مشر د خوي او کردار پټ خویونه – امین او صادق وویني او اومني.

د سپریم کورټ د فېصلې وروسته اوس د امین او صادق لټون داسې دی لکه د بوسو په بوساړه کې چې ورکه (بې درکه) ستن مومې. او دا ځکه چې داسې نر به څوک وي چې ۲۰۰ ملینو پاکستانیانو لپاره امین هم وي او صادق هم.

که ډیر هم دوربین تاو راتاو کړې، او د پاکستان په ګوټ ګوټ کې پرې هر سړی چاڼ کې. نو نه خو کوم دوکاندار، نه استاذ، نه ګلکار، نه چمیار، نه قصاب، نه ټیکسي ډرایور، نه عالم، نه امام، نه ملا، نه زمونږ د کلي کونسلر، نه حکومتي چارواکی، نه پارلیماني غړی،ته کوم پوځي جنرال، نه کوم قاضي، نه کوم پیژندلی سیاستمدار او نه هم خبریال ـ یو هم گویا که د امین او صادق شرط پوره کړي.

چې ګوری - او گرځې ورپسې – نو ښکاري دا امین او صادق به داسې څوک تن وي چې چرته لرې به په یو ګوټ کې ناست وي، نه به بنکي حساب لري- نه به کوم کاروبار کوي نه به انټرنیټ لري. نه به په حکومتي یا غیر حکومتي څوکۍ باندې پاتې شوی وي. نه به یې چا ته څه ورکړي وي او نه به يي د چانه څه اخیستې وي. نه به يې څوک پیژني. "شیخ رشید" خو به بېخي نه وي.

سر به دې څه خوږوم – خو داسی څوک به وي چې هغه د چا خبره د چا ملاسته غوا به يې هم نه وي پاڅولي.

بیا مې زړه ته راشي چې دا کیدی شي زمونږ او ستاسو د کلي هغه دوه کسان وي چې یو له مور او پلار نامه "امین" او بل له يې "صادق" کېښودې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG