لاس رسیدونکی لینک

پاکستان شمالي وزيرستان کې د ډرون تازه حمله غندلې


که هر څو پاکستان ډرون حملې دهيواد دخپلواکۍ اؤ نړيوالو قوانينو خلاف ورزي گڼي خو امريکائي چارواکي وائي دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې ډرون بريدونه يوه موثره وسله ثابتيږي

دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل هيواد کې دډرون حملو داودرولو غوښتنه وکړه اؤ وې وئيل”ډرون حملې دنړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده“

د زيارت په ورځ پاکستان شمالي وزيرستان کې تيره شپه دترسره شوې هاغه ډرون حملې سخته غندنه کړې چې پکې څلور کسان وژل شوي وؤ اؤ وئيلي يې دي ډرون بريدونه دملي خپلواکۍ څخه سرغړونه ده.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل هيواد کې دډرون حملو داودرولو غوښتنه وکړه اؤ وې وئيل”ډرون حملې دنړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده“
تيره ورځ دشمالي وزيرستان په قطب خيل نومې سيمه کې دډرون څخه په يو کور ترسره شوې ميزائيلي حمله کې څلور کسان وژل شوي وؤ اؤ يو بل تن ژوبل شوى ؤ.
که هر څو پاکستان ډرون حملې دهيواد دخپلواکۍ اؤ نړيوالو قوانينو خلاف ورزي گڼي خو امريکائي چارواکي وائي دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې ډرون بريدونه يوه موثره وسله ثابتيږي، چې پکې دالقاعده اؤ پاکستاني طالبانو لوړپوړي مشران هم وژل شوي دي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې دخارجه دفتر وياندې وويل پاکستان دهند دخارجه چارو دوزير لخوا دهاغه بيان هرکلى کوي چې پکې هغه وئيلي وؤ ددواړو هيوادونو ترمينځ ستونزې دمذاکراتو له لارې هواريدل پکار دي.
ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې تسنيم اسلم وويل دپاکستان اؤ چين ترمينځ ايټمي مرسته دانټرنيشنل اټامک انرجي ايجنسۍ دقوانينو لاندې دپرامنه مقصدونو لپاره ده.
XS
SM
MD
LG