لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې عیسائي مذهب سره تعلق لرونکې صحافیانو ته دړکې


صحافیانو د تحفظ نړي وال تنظیمونه وايي پاکستان کې خبریالان د سختو خطراتو سره مخ دي
صحافیانو د تحفظ نړي وال تنظیمونه وايي پاکستان کې خبریالان د سختو خطراتو سره مخ دي

د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې عیسائي مذهب منونکو ځېنې صحافیانو ته یو غیر معروفه مشکوک وسله والې ډلې دړکې ورکړې او د کار کولو نه يي منعې کړې دي، چې پاکستان کې صحافیانو د تحفظ په هکله د نړي والو تنظیمونو اندیښنې په ډاگه کوي.

مشکوک وسله والې ډلې چې د ځان پیژندگلو يي د فدائین اسلام په نوم کړې د کوټې پریس کلب گڼ شمیرانو ته خطونو کې ویلي که چرې غوښتنه يي ونه منلی شوه نو ځانمرگي حمله به کوي. د پریس کلب صدر رضاالرحمان دا خبره وي او ای ډیوه ته کړې ده.

د ډیر وخت راهسې په امنیتي توگه د کړکیچ ښکار بلوچستان صوبه کې صحافیان د گڼ شمیر خطراتو سره مخ دي او رضاالرحمان وايي تر دا وخت هلته ۴٠ صحافیان د خپلې دندې په سر وژل شوي دي.

حکومتي چارواکې بلوچستان د حکومت پرضد حملو ذمه واري په بلوڅ بیلتون خوښو وسله والو ډلو اچوي خو تجزیه کار وايي صوبه کې تندلارې مذهبي ډلې هم فعاله دي چې په اقلیتي مسلکونو د حملو پشا دي.

په داسې حال کې چې صوبه کې د ټیټې کچې بغاوت روان دی، حکومتي ځواکونه او وسله والې ډلې پکې فعالیتونه لري، دا حالات صحافیانو دپاره خپله دنده سر ته رسولو کې مشکلات راولاړوي او په ځېنې وختونو کې خبریالان د حکومتي ادارو او وسله والو ډلو لخوا د فشار دلاندې راځي.

د کوټې پریس کلب مشرانو ته ترلاسه شوي ورستۍ دړکو په هکله نور حال د وي او ای ډیوه خبریال حمید سمسور رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG