لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چودهري نثار: داعش قتل کړي چینايي جوړې بلوچستان کې د عیسایت تبلیغ کولو


چینايي شهریان د مۍ د میاشت په ٢۴ مه نیټه د کوټې څخه تښتول شوي وو
چینايي شهریان د مۍ د میاشت په ٢۴ مه نیټه د کوټې څخه تښتول شوي وو

پاکستان د داخله چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي په بلوچستان کې داعش دلاسه قتل کړی شوي چینايي ښځې او سړي د کاروبار په پلمه د عیسایت تبلیغ کولو.

د یو سرکاري بیان ترمخه چوهدري نثار د گل، دوشنبې، په ورځ په بلوچستان کې د چینایانو د قتل د "بدمرغه" واقعې ورسته د اعلا چارواکو سره د غونډې مشري وکړه او چینایانو ته د پاکستان د ویزو ورکولو طریقه کار ته يي د بیا کتنې امر وکړو.

د بیان ترمخه د چینایانو یوه ډله چې پکې په بلوچستان کې وژل شوي جوړه هم شامله وه په کاروباري ویزه پاکستان ته تللي وو " خو پرځای د کاروبار کولو دوي کوټې ته لاړل او د اردو ذده کولو په شا...دوي په حقیقت کې د مذهب تبلیغ کولو."

چوهدري نثار وویل دا ډیره د "بدقسمتۍ" خبره ده چې د کاروباري ویزې د غلط استعمال په وجه دوه بې گناه چینایان وښتول شو او بیا ووژل شو.

په بلوچستان کې وژل شوي چینایان تیره میاشت د کوټې څخه تښتل شوي وو. ددې ورسته داعش د عماق په نوم په خپله خبري ویب پاڼه د دواړو د قتل ذمه واري په غاړه واخیسته. داعش یو وډیو هم جاري کړی و چې پکې چینايي سړي د ژوند اخیرې سلگۍ ښودل کیږي.

ددغه واعقې ورسته پاکستاني مامورینو کوټه نه ١١ نور چینايي شهریان د کوټې څخه بل ځای ته منتقل کړل.

چودهري نثار حکومتي مامورینو ته امر وکړو چې په پاکستان کې موجود چینايي شهریانو په اړې دې کره معلومات راټول کړي.

په تیرو څو کلونو کې په زرگونو چینایان پاکستان ته تللي دي. ویل کیږي چې دا وخت په پاکستان کې د څلور لکو نه زیات چینایان موجود دي چې زیاتره مختلف قسمه کاروبارونه کوي. یوازې په اسلام اباد کې ٢٥٠٠٠ چینیان موجود دي چې د تیل مالگې دکانونه، ریسټورانټونه او گڼ شمیر نور کاروبارونه چلوي.

چین په پاکستان کې د سي پیک اقتصادي منصوبي د لاندې د ٦٠ ارب ډالرو سرمایه کارۍ اداره لري. په دغه منصوبه کې به چین په پاکستان کې کارخانې، سړکونه او دریل پټلۍ جوړوي.

د سي پیک ځینې منصوبې به په بلوچستان کې هم وي. او د صوبې د حکومت ترجمان انوارالحق وي او ای ته ویلي د سي پیک ٩٩ فیصد منصوبې په بلوچستان کې محفوظې کړی شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG