لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د دیامير بهاشا لپاره چینايي پنگې رد کړې دي


د سي پېک په منصوبه پاکستان کې دننه په څلورو کې درې صوبې ناخوښي ښايي او په واکمن گوند تور لگوي چې د سي پېک گټه یوازې پنجاب لپاره کاروي
د سي پېک په منصوبه پاکستان کې دننه په څلورو کې درې صوبې ناخوښي ښايي او په واکمن گوند تور لگوي چې د سي پېک گټه یوازې پنجاب لپاره کاروي

د وایس اف امریکا یو رپورټ وايي پاکستان د دیامير بهاشا ډیم جوړولو لپاره د ١۴ بېلینو (اربو) ډالرو چینايي پنگې د سختو مالي شرطونو له امله ردکړي دي.

د وایس اف امریکا د دوو خبریالانو په یو شریک خبر کې ویلی شوې دي چې د پاکستان ترڅنگ نیپال او میانمار هم په خپلو خپلو ملکونو کې د اوبو نه د بجلۍ د پیداکولو د چین لويې منصوبې رد کړي دي.

په دریو واړو ملکونو کې د چینايي شرکتونو (کمپنو) وړانډې کړل شوو پراجکټونو ارزښت ٢٠ بیلینه (ارب) امریکايي ډالره ښودل کیږی.

چین او پاکستان د سي پېک په نوم د کاشغر نه تر گوادر پورې د کارخانو او توانايي د منصوبو (پراجکټونو) ترڅنگ د یو لوې سړک غزولو پلان هم لري. پاکستاني چارواکي په سي پېک کې د شاملو ټولو پروژو ارزښت نزدې ٥۴ بیلینه ډالره ښايي. د سي پېک په منصوبه پاکستان کې دننه په څلورو کې درې صوبې ناخوښي ښايي او په واکمن گوند تور لگوي چې د سي پېک گټه یوازې پنجاب لپاره کاروي.

دیامیر بهاشا چرته او څومره بجلي جوړولی شي؟

دیامیر بهاشا د پاکستان په گلگت بلتستان سیمه کې دی. په دې نوم د ډیم یا د اوبو بند د جوړولو یوې ابتدايي منصوبې پرانسته په کال ٢٠١١ کې د هغه وخت وزیراعظم یوسف رضا گیلاني وکړه. د بند دپاره د ابتدايي مالي پنگې ژمنه د اغا خان ترقیاتي ادارې کړې وه.

په انټرنیټ د موجودو معلوماتو ترمخه، په کال ٢٠٠٨ کې د دیامېر بهاشا ډیم په اړه ټولې څیړنې او د لگښت اندازې مکمل کړی شوې. په ډیم د مالي لگښت اټکل د ١٢ اشاریه شپږ ارب ډالر و. دا به ١٠ مربع کلومیټره اوبه ذخیره کوي او ۴٥٠٠ میگا واټ بجلي به جوړوي.

په کال ٢٠١٣ کې مجوزه ډیم د مشکل سره مخامخ شو. دوو لویو مالیاتي ادارو ورلډ بینک یا نړي وال بینک او ایشین ډویلپمنټ بینک یا ایشیايي ترقیاتي بینک، په منصوبه کې د سرمایه کارۍ نه انکار وکړو.

خو ددې مشکلاتو پرته هم هغه وخت د خزاني وزیر اسحاق ډار اعلان وکړو چې نه یوازې په دیامېر بهاشا ډیم بلکې په دغه سیمه کې داسو په نوم د دویم ډیم په جوړولو به هم کار پیل کړي.

پاکستان اخېر چین ته ولې انکار وکړو؟

د وايس اف امریکا رپورټ وايي پاکستان د دیامير بهاشا ډیم دپاره د چین ١۴ ارب ډالرو سرمایه کارۍ وړاندېز د چین د سختو شرطونو په سبب ردکړو.

دا رپورټ د وایس اف امریکا په خبر کې د پاکستان د مقامي میډیا د خبرونو په حواله ویل ‍شوي دي چې د پاکستان د بجلۍ جوړولو اداره یا واپډا چیرمین مزمل حسین د پاکستان د قامي اسمبلۍ پبلک اکاونټس کمیټۍ (د حساب کتاب کمیټا) ته ویلي دي چې د دیامیر بهاشا ډیم په منصوبه کې د چین شاملې کمپنۍ ډیر سخت مالي شرطونه وړاندې کړي دي. په دې شرطونو کې دا شامل دي چې د سرمایه کارۍ په ضمانت کې به پاکستان نوی او موجوده ډیم چین سره گاڼه کوي.

د واپډا چیرمین مزمل حسین خپل بیان کې دا هم ویلي دي چې د دیامير بهاشا ډیم په لړ کې د چین شرطونه د منلو نه دي ځکه چې په دې کې د پاکستان هیڅ خیر نشته.

د چین د سرمایه کارۍ نه د نیپال او د میانمار هم انکار:

د نیپال نایب وزیراعظم تیرو ورځو کې نیپال کې د چین په مالي قرضه د دوه نیمو اربو ډالرو د مالیت د تجویز شوي جوړیدونکي ډیم د منصوبې ختمولو اعلان کړی دی او په دغه منصوبه کې د چین په کمپنیو یې د بډو رشوتونو تورونه پورې کړې دي.

د میانمار په حواله د وایس اف امریکا په خبر کې ویل شوي دي چې میانمار درې کاله وړاندې د چین په امداد د دریو اربو او شپېتو کروړو ډالرو د مالیت د جوړیدونکي یو ډیم منصوبه ختمه کړې ده.

د میانمار حکومتي چارواکو تیره میاشت ددې منصوبې د ختمولو تصدیق کولو په موقع ویلي دي چې میانمار د درنو ډیمونو په جوړولو کې غرضي نه دی.

د چین "د بیلټ اینډ روډ" یا د کمر بند او د سړک منصوبې لپاره ضربه؟

وایس اف امریکا په خپل خبر کې د څېړونکو له خولې وایي پاکستان، نيپال او میانمار کې د چین په امداد د جوړیدونکو منصوبو د رد کولو شاته د سیاسي او اقتصادي وجوهاتو نه علاوه په غریبو ملکونو کې ورځ په زیاتي دا احساس هم دی چې د ډیمونو جوړولو دپاره د چین د مالي قرضو شرطونه ډیر نامناسبه دي.

دریو هیوادونو لخوا د رد کړل شوو چینايي پنگو په اړه چې د چین د خارجه وزارت ویاند نه وپوښتل شول نو هغه د دریو واړو ملکونو د فیصلو نه د لا علمۍ څرگندونه وکړله.

وایس اف امریکا د خپل خبر په اخېر کې ویلي دي چې د چین د گاونډي ملکونو د چین په مالی قرضو د جوړیدونکو ډیمونو د منصوبو رد کول په سيمه کې د چین په اقتصادي منصوبو یو لوې گزار دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG