د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پرویز خټک وي او ای ډیوه ته ویلي پکار ده چې چین سره د اقتصادي راهدارۍ غوندې د لویو منصوبو نه باید چې ټولې صوبې په مساوي توگه گټه پورته کړي خو وفاقي حکومت وړې صوبې نظر انداز کړې دي.
وزیراعلا پرویز خټک اسلام آباد کې ډیوه سره د راهدارۍ په اړه د هغه ټول گوندیز کانفرنس په غاړه خبرې کولې چې انتظام يي بلوچستان نیشنل پارټۍ کړی وو.
په غونډه کې برخه اخیستونکو سیاسي ډلو چین سره د راهدارۍ په هکله د تشویش څرگندونه وکړه.
د راهدارۍ په باره کې د اعلا وزیر پرویز خټک خبرې اترې دلته اوریدی شۍ:
د ټول گوندیز کانفرنس په اړه نور تفصیل اسلام آباد نه د وي او ای ډیوه خبریال ارشد حسین رپورټ کې دلته اوریدی شۍ: