لاس رسیدونکی لینک

په پاکستان کې د جینکو په ماشومتوب کې د ودونو خلاف قانون باندې ولې عمل نه کیږي؟


د انساني حقونو کارکونکي وايي په ماشومتوب کې د جینکو د ودونو مخه نیول گرانه ده او دا ځکه چې ځینې خلک دا د خپلې کورنۍ روایات گڼي او ځینې خلک خپلې لوڼه د غربت په وجه په ورکوټ والي کې واده کړي چې د خسمانې توان یې نه لري او یا د ماشومتوب ودونه مختلف خاندانونه د خپل تعلقاتو لپاره کوي

په پاکستان کې د جینکو په ماشومتوب کې د ودونو مسله دوام لري ددې باوجود چې په هیواد کې ددې پرضد قوانین هم موجود دي. د انساني حقونو لپاره کارکونکي وايي ددې مسلې یوه وجه زاړه روایات او غربت هم دی. ماهرین وايي په ماشومتوب کې ودونه د جینکو په تعلیم او صحت منفي اثرات غورځوي.

د عاصمه په ورکوټکوالي کې واده شوی و وايي خاوند به وهله ټکوله او په بدن یې ددغه وهلو ټکولو داغونه موجود دي.

عاصمه د ١٦ کلونو وه چې ۴٠ کلن سړي ته واده کړی شوه. د هغې خاوند غوښتل چې عاصمه دې د هغه د بل واده نه شوو څلورو ماشومانو خدمت کوي. او بیا عاصمه د ١٧ کالو وه چې خاوند طلاق ورکړو او د کور نه یې وویستله.

عاصمه وايي د ماشومانو خسمانه به یې کوله، اخلی پخلی به یې کولو او د کور صفايې به یې کوله خو بیا به هم ورته خاوند ویل چې هیڅ نه کوې.

د طلاق ورسته عاصمه د خپلې مور او ناسقا پلار کور ته لاړه. هغه د پټو ناروغي هم لري.

د عاصمه مور نزیرا وايي د هغې خیال و چې د خاوند په کور کې به عاصمه په مالي لحاظ سوکاله شي خو دا ورته نه وه معلومه چې بیرته به راشي او ناغوښتلی پیټې به ترې جوړ شي.

په کال ٢٠١٥ کې پاکستان په ماشومتوب کې په ودونو پابندي ولگوله خو په هیواد کې د زنانه ؤ د حقونو لپاره کارکونکي غیر حکومتي تنظیم عورت فاونډیشن وايي په ورکوټ والي کې د جینکو د ودولو مسله دوام لري.

نبیله شاهین د عورت فانډیشن کارکونکي ده وايي پکار ده چې نکاح خواهان په دې خبره پوهه کړی شي چې که چرې د ١٦ کلونو نه د کم عمر د چا نکاح یې وکړو نو سزا به خوري.

په پنجاب کې په ماشومتوب کې د ودونو په کولو سزاگانې نورې هم سختې دي او د پنجاب کمیشن فار ویمن نومې اداره وايي زیاتره ودونه د کورنۍ معاملې په توگه د کور دننه پاتې شي او بهر ترې ډیر څوک خبر نشي.

فوزیه وقار د پنجاب کمیشن فار ویمن مشره ده او وايي ډیر خلک په کم عمر کې ودونه غلط کار نه گڼي نو ځکه دا مسله د یو روایت په توگه جاري ده په کال ٢٠١٦ کې یوازې شپږ کیسونه رپورټ شوي دي.

ملگري ملتونه وايي په ماشومتوب کې ودونه د جنیکو تعلیم او صحت په منفي توگه متاثر کړي.

ممتاز مغل د عورت فاونډیشن یوه بله کارکونکي ده وايي که چرې یوه جینۍ د ١٦ کلونو په عمر کې واده شي نو بیا په کم عمر کې حامله شي او دا رنگ یې د ماشوم زیږولو په وخت د کم عمرۍ په وجه د مرگ امکان زیات شي او په پرمختگ کې د خپل کردار د ادا کولو جوگه پاتې نشي. په پاکستان کې د ماشومانو د زیږولو په وخت د میندو او د ماشومانو د مرگونو شرح زیاته ده.

د انساني حقونو کارکونکي وايي په ماشومتوب کې د جینکو د ودونو مخه نیول گرانه ده او دا ځکه چې ځینې خلک دا د خپلې کورنۍ روایات گڼي او ځینې خلک خپلې لوڼه د غربت په وجه په ورکوټ والي کې واده کړي چې د خسمانې توان یې نه لري او یا د ماشومتوب ودونه مختلف خاندانونه د خپل تعلقاتو لپاره کوي.

XS
SM
MD
LG