لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د چیمپینز ټرافۍ گټه او په سوشل میډیا د تندروه خیالاتو څرگندونه


د پاکستان کرکټ ټیم د چیمپینز ټرافۍ سره تصویر
د پاکستان کرکټ ټیم د چیمپینز ټرافۍ سره تصویر

تقریبا ۲۵ کاله پس پاکستان د کرکټ میدان کې لویه ګټه پرون هاغه مهال تر لاسه کړه چې هند ته یې د چیمپنز ټرافۍ په فاینل کې ماتی ورکړو.

کرکټ سره مینه لرونکیواو د هیواد ټولو خلقو په دې د خوشالۍ څرګندونې وکړې او بیا پښتانه خو زیات خوشاله ځکه وو چې د خیبر پښتونخوا د مردان د سیمې کاټلنګ ځوان لوبغاړي فخر زمان لوبه ګټلو کې مهم کردار تر سره کړو.

په داسې موقعو خوشالي کول یو فطري عمل دی ژوندي قامونه ډیر په احترام دا ورځې نمانځي او داسې دستورې جوړوي چې ټول ترې خوند واخلي او خوشالیو کې د چا زړه ازار نشي. خو د بده مرغه پرون ماسخوتن چې څنګه لوبه د پاکستان په بریا ختمه شوه نو د صوبې بیلا بیلو ښارګوټو او کلیو کې خلقو ټوپکې او تماچې راواخستې او ناتاره هوایي ډزې یې شروع کړې. د مردان او پیښور د پولیسو ترمخه ددغې ړندو ګولیو له امله د ۶۰ څخه زیات تنان ژوبل شوي دي چې پکې زنانه او ماشومان هم شامل دي. د پیښور پولیس وایي ۶۶ پورې تنان یې سره د وسلې نیولي دي. دا شان د خوشالۍ دغه شپه ځینو کسانو هسپتالونو اوځینو تاڼو کې تیره کړه.

بلخوا د ټولنیزو رسنیو په پاڼو که یو خوا د اومبارکۍ سلامتۍ پیغامونه خپریدل نو ورسره د ځینو کسانو لخوا د کرکې داسې پوسټونه هم په نظر راتلل چې مذهبي افکار، نړیوال اخلاقیات او پښتني روایات يي د پښو لاندې کول خو تر ټولو د افسوس خبره دا وه چې یو پښتون بل پښتون ته داسې سپکې سپورې ویلې چې بنده یې په ذکر کولو شرمیږي. په سوشل میډیا یا د سماجي رابطو په ویب پاڼو د دغه پیغامونو او تبصرو لړۍ لا جاري ده.

داسې معلومیږي چې انتها خوښي اوس د لوبو میدان ته هم راګډه شوې ده. که چا د هند مرسته کوله او که څوک د پاکستان پلویان وو ټولو دې کې پوره ونډه اخسته اوښکاریده که دوي د یو بل لاسو له ورغلل نو دیو بل وینې به وڅښي. البته اوړو کې دمالګې هومره داسې کسان هم وو چې ټولو ته یې زارۍ کولې چې د خدایې د پاره دا خبرې مه کوئ او د لوبې نه خوند واخلئ.

دا حالت صرف دلته نه هند کې هم تر یو حده په نظر راغلو او دهندي ټي وي ګانو په شیشو وښودل شول چې څنګه خلق د زغم نه کار نه اخلي او خپل ټي وي ګان یې ماتول او د پاکستاني لوبډلې او خلقو په ضد یې نعرې وهلې.

هرڅوکه د دواړو هیوادونو د چارواکیو لخوا داسې کوم د کرکې بیان نه دی جاري شوی خو د پاکستان یوې شخصي ټلیفون کمپنۍ سمدستي یو داسې ویډیویي اشتهارجاري کړو چې د هند پکې ډیر سپکاوی شوی دی. ښکاري داسې چې دا اشتهارڅو ورځې وړاندې جوړ شویدی اوجاري کیدو ته یې صرف دومره انتظار وو چې پاکستان لوبه وګټي.

پوهان وایي لوبې، کلتوري روابط او تجارتي اړیکي دقامونو تر مینځه مینه محبت کې اضافه رامنځ ته کوي زغم سیوا کولو کې کومک کوي خو د بده مرغه د دواړو ګاونډي هیوادونو د واکدارانو په ګټه نه ده چې د خلقو تر مینځه دې د ښه ګاونډیتوب اړیکې مضبوطې شي او دوي دې د سوکالۍ او سولې فضا کې ساه واخلي.

ترڅو چې د دواړو هیوادنو واکدارنو دا لیار نه وي پریښودې دواړو هیوادونو کې به لوبې، لوبې نه وي بلکې دې ته به د جګړې شکل ورکړی کیږي او خطر ددې دی چې یو وخت به داسې راشي چې خلقو کې کرکه دومره سیوا شي چې بیا یې واکداران هم نشي قابو کولی.

Recommended

XS
SM
MD
LG