لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا او خیبر پښتونخوا په شمول پاکستان کې د سرشمیرنې دویم پړاو سبا شروع کیږي


د قبایلي سیمو، فاټا، او د خیبر پښتونخوا د ١٢ ضلعو په شمول د پاکستان په نورو برخو کې سبا نه د سرشمیرنې او کورنې دویم پړاو شروع کیږي.

حکومتي مامورین وايي مردم شمارۍ دپاره حفاظتي او بندوبستي انتظامات پرځای کړی شوي دي خو په فبایلي سیمو کې څیړونکي وايي د خلکو په دې عمل کې د شرکت او پوهې دپاره څه خاص اقدامات نه دي شوي.

ماهرین وايي په پاکستان کې د قامي وسایلو تقسیم د هرې سیمې د ابادۍ په بنیاد کیږي نو ځکه په دې عمل کې د خلکو شرکت او په کره توگه د ابادۍ اندراج انتهايي اهمیت لري.

حکومت خلکو ته د سکولونه، سړکونه، هسپتالونه او نور سهولتونه هم د ابادۍ په بنیاد ورکوي.

ماهرین وايي خلک سرشمیرنې د عمل د اهمیت نه خبرولو دپاره حکومت ته پکار دي چې د اگاهۍ پروگرامونه د مطبوعاتو دلارې وچلوي، خو په قبایلي سیمو کې دا په نظر نه راځي چې آیا داسې قسمه مهم چلول شوی دی او که نا؟

په دې اړه نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال ابراهیم شنواري په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:03 0:00


په مومندو قبایلي سیمه کې سر شمرنې دپاره څه تیاری نیول شوی دی، د وي او ای ډیوه خبریال ارشد مومند په دې اړه د پولیټیکل ایجنټ محمود اسلم سره خبرې اترې کړې دي، دلته يي اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00


د پاکستان د نورو برخو په رنگ د افغانستان سره په پوله په قلعه عبدالله ضلع کې هم سبا نه شروع کیدونکې د سرشمیرنې ددویم پړاو دپاره تیاری نیول شوی دی. د چمن کې د وي او ای ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي د ډپټي کمشنر قیصر خان ناصر سره په دې لړ کې خبرې اترې کړې دي. د ضلعې یو خاص خبره دا ده چې ځینې کلي او کورونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تقسیم شوي دي، د سرشمیرنې دا عمل به هلته څه رنگ ترسره کیږي په دې مرکه کې يي اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:36 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG