لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې سرشمیرنه دپښتنو لپاره ولې مهمه ده؟


د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم محسود
د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم محسود

د پاکستان حکومت ویلي هیواد کې به د سرشمیرنې بهیر راتلونکی کال د مارچ په میاشت کې پیلوي. هغه هیواد کې اخیري سرشمیرنه ۱۷ کاله وړاندې ۱۹۹۸ کې شوې وه چې پکې د نفوسو شمیر ۱۳۲ میلیونه ښودل شوی وه.

پښتانه مشران وايي راتلونکې سرشمیرنه د پښتنو لپاره ډیره مهمه ده او باید بشپړه برخه پکې واخلي. ددوي په وینا پاکستان کې هیڅ وخت هم د پښتنو سمه سرشمیرنه نه ده شوي او د مثال په توګه شمالي وزیرستان یادوي چیرې چې حکومت ادعا کوي د وسلوالو پرضد پوځي عملیاتو په ترڅ کې تر یو میلیون زیات خلک کډه شوي خو د ۱۹۹۸ په سرشمیرنه کې د ټول شمالي وزیرستان د نفوسو شمیر درې لکه ۶۱۰۰۰ ښودل شوی.

د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم محسود ډیوه راډیو ته ویلي دوي به د چین پاکستان اقتصادي لویې لارې په ډول د سرشمیرنې په اړه هم یو پراخ کمپاین چلوي.

هغه وویل پاکستان کې د مالي منابعو ویش، سکولونه، روغتونونه، پرمختیايي پروژې، کار روزګار، په سیاست کې ونډه او نورو چارو کې برخه د ابادۍ په تناسب ورکول کیږي.

هغه وویل تر لس میلیون زیات پښتانه په نورو وطنونو او سیمو کې د کار روزګار لپاره ورک دي خو په خپلو سیمو کې د هغوي نومونه نه دي ثبت شوي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG