لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د سر شمیرنې د ځنډیدو غندنه


د کامن انټرسټس غونډه اسلام اباد کې د گل، دوشنبې، په ورځ د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ کې وشوه چې پکې د څلورو واړو صوبو اعلا وزیرانو او نورو لوړ رتبه حکومتي مامورینو برخه واخیسته
د کامن انټرسټس غونډه اسلام اباد کې د گل، دوشنبې، په ورځ د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ کې وشوه چې پکې د څلورو واړو صوبو اعلا وزیرانو او نورو لوړ رتبه حکومتي مامورینو برخه واخیسته

پاکستان د څلورو واړو صوبو ترمینځ د قامي وسائلو د تقسیم شورا یا کاونسل اف کامن انټرسټس هیواد کې د سرشمیرنې د ځنډولو فیصله کړې ده. د خیبر پښتونخوا او د بلوچستان ځېنې سیاسي مشرانو فیصله غندلې ده.

د کامن انټرسټس غونډه اسلام اباد کې د گل، دوشنبې، په ورځ د وزیراعظم نوازشریف په مشرۍ کې وشوه چې پکې د څلورو واړو صوبو اعلا وزیرانو او نورو لوړ رتبه حکومتي مامورینو برخه واخیسته.

حکومت هیواد کې د کال ١٩٩٨ نه پس په وړمبي وار د سر او خانه شمیرنې اعلان کړی و خو يي نیټه نه وه اعلان کړې. په عامه توگه مطبوعاتو کې دا اندازه کیدله د سر او خانه شمیرنې عمل به د مارچ یا د اپریل په میاشتو کې سر ته ورسولی شي.

د مشترکه مفاداتو غونډې ته د مرکزي حکومت د شماریاتو د محکمې یو چارواکې سرشمیرنې دپاره د نیول شوو تیاریو په اړه معلومات ورکړل.

د وزیراعظم د دفتر نه مطبوعاتو ته جاري شوی بیان وايي د شماریاتو چارواکې غونډې ته وویل د سرشمیرنې دپاره هیواد په ١٦٦٨١٩ بلاکونو کې ویشل شوی دی چې دپاره به يي ٢١٠٢٣٩ کسانو عمله پکاروي او چونکه د پاکستان پوځ دا وخت په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم وسله والو خلاف په اپریشن کې مصروف دی نو ځکه د مارچ/اپریل په میاشت کې سرشمیرنه په یوه ورځ کولو دپاره پوځي عسکر نشي پرځائې کیدلی.

دوزیراعظم د دفتر بیان وايي کاونسل اړونده محکمو ته امر وکړو چې پوځ سره د صلاح مشورې ورسته سر او خانه شمیرنې دپاره دې نوي نیټه وټاکي.

د پارلیمنټ د ایوان بال یا سنیټ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړي سنیټر عثمان کاکړ د وي او ای ډیوه په پروگرام هیلو وي او ای کې سرشمیرنې د ځنډیدلو فیصله وغندله. هغه وویل د پاکستان د ابادۍ د اکثریت صوبه پنجاب نه غواړي چې سر شمیرنه وشي.

هم دغه رنگ د پښتونخوا ولسي تحریک مشر سید عالم محسود هم په سر شمیرنه کې په ځنډ تشویش څرگند کړو.

په بلوچستان اسمبلۍ کې حزب اختلاف مشر مولانا عبدالوسع هم د سرشمیرنې غوښتنه وکړه خو په دا تپوس يي وکړو چې صوبه کې په واک من ائتلاف کې شامل پښتونخوا ملي عوامي پارټي ولې سر شمیرنې دپاره په مرکزي حکومت فشار نشې اوچولی.

پاکستان د آئین د لاندې د سر شمیرنې عمل هر لس کاله ورسته سر ته رسول پکار دي.

د کاونسل اف کامن انټرسټس د څلورو واړو صوبو په مسائلو بحث کولی شي. د قاعدې ترمخه د کاونسل غونډه هر درې میاشتې پس کول وي.

د مشترکه مفاداتو کاونسل اهمیت او اعراض و مقاصد څه دي، په دې اړه د وي او ای ډیوه خبریال ریاض حسین رپورټ دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG