لاس رسیدونکی لینک

پیپلزګوند د سرشمیرنې طريقه په عدالت کې چیلنج کړې

  • فضل عزیز

د پاکستان په پارليمان کې د حکومت مخالفه پيپلز ګوند د سندهـ صوبې ستره محکمه کې په ملک کې د روانې سرشمیرنې عمل چیلنج کړی چې سوتره والی دې پکې په ډاګه کړی شي.

د پيپلزګوند لخوا د صوبې په ستر عدالت کې شوي خواست کې مرکزي حکومت او د شمارياتو اداره فريق جوړه کړی شوې ده.

عدالت کې د خواست کولو وروستو د پيپلزګوند سینیټر فرحت الله بابر رسنيو سره په خبرو کې وويل ګوند يې د سرشمیرنې په روان عمل تحفظات لري.

هغه وويل معلوماتو ته رسائي د دوي بنيادي حق دی او په سرشمیرنه کې ځينې خبرې پټې ساتل کيږي.

د فرحت الله بابر په وينا "په روانه سرشمیرنه کې چې کوم معلومات رايوځای کړی شي پکار ده چې هغه په ويب پاڼه واچول شي د دې دپاره چې خلک د خپل ځان او علاقې په اړه ورکړی شوؤ معلوماتو نه خبر وي".

سینیټر فرحت الله بابر
سینیټر فرحت الله بابر

هغه وويل ګوند ته يې په دې اعتراض دی چې داسې نه وي چې خلک خبر نه وي او معلومات اسلام اباد ته ورکړی شوي وي.

نوموړي زیاته کړه "که چرته زه د يو وګړي په حیث د سرشمیرنې عملې ته معلومات ورکوم نو زما سره هم د دې ثبوت پکار دی، داسې نه وي چې زه معلومات ورکړم او کال وروستو خبر شم چې زما په حواله ورکړی شوي معلومات هغه نه وي کوم چې ما ورکړي وي".

فرحت بابر وويل په روانه سرشمیرنه کې سوتره والی کم دی د کوم له سببه چې دا ټول عمل مشکوک کیدی شي او دا د پاکستان د وفاق د پاره د خطرې سبب ګرځیدی شي.

پاکستان کې له دې وړاندې هم په ترسره شوؤ سرشمیرنو باندې نيوکې شوي چې پکې د ملک د قامي وسیلو سره د سر شمیرنې د تړاو له امله د درېو صوبو خیبرپښتونخوا، بلوچستان او سندهـ مشران تل په مرکزي حکومت او پنجاب صوبه باندې نیوکې کوي او د مردم شمارۍ عمل ته د شک په نظر ګوري.

یادې درې واړه صوبې ګیله کوي په تیرو سر شمیرنو کې د دوي ابادي کمه ښودل شوی ده. دوي دا هم وایي چې د پرمختګ پېسې دې زیاتې وروستو پاتې شوو سیمو ته ورکړل شي. په اوس وخت کې په ملي بجټ کې د ترقۍ لپاره تر ټولوزیاته برخه، د ابادۍ په حساب، پنجاب ته ورکول کیږي.

په روانو سر شمیرنو کې ځينې نورې نيوکې هم مخې ته راغلي لکه د اندراج په وخت د پنسل کارول، په ملک کې د سيکهانو د ټولنې لخوا شکايت چې په فارم کې د هغو دپاره خانه نه ده جوړه او د معذورانو شمیرنه نه کول شامل دي.

د شمارياتو د ادارې چارواکو د کورشمیرنې او سرشمیرنې دعمل پیل کیدو وروستو ويلي دوي ته ځينې شکايتونه مېلاؤ شوي او د حل کولو هڅه يې کوي.

پاکستان کې ۱۹ کاله وروستو د روانې مياشتې په ۱۵م نېټه د کورشمیرنې او سرشمیرنې وړومبی پړاؤ پیل شوی چې د اپرېل ۱۵م نیټې پورې به روان وي.

او دويم پړاؤ به د ۲۵م اپرېل نه تر د مئي ۲۵ پورې روان وي.

XS
SM
MD
LG