لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نوي حقله بندو په سر د ګډو مفاداتو کونسل غونډه د ګل په ورځ رابلل شوی


د پاکستان یو شمیر پارلیماني غړو د سر شمیرنو د نتیجو په سر د وړو صوبو فکرمندۍ لرې کولو کې ناکامۍپه سر په حکومت سختې نیوکې کړي او غوښتنه يې کړې حکومت دې په هغه سیمو کې د سر شمیرنې نتیجې بیا تصدیق کړي په کومو چې نېوکې راپورته شوي.

د دغه نیوکو وروستو د پاکستان مرکزې حکومت په هیواد کې شوو تازه سرشمېرنو یا مردم شمارۍ په اساس د قامي اسمبلې د نوي حلقه بندو په متفقه توګه د دستورې بدلون منظورولو لپاره د راروان ګل په ورځ د ګډو مفادات شورا یا کونسل غونډه رابللی.

د پښتونخواه ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وي او ای ډیوه ته ویلي د قامي اسمبلۍ لپاره د وړو صوبو په څوکیو کې اعلان شوي اضافه د صوبو په ابادۍ کښې راغلې زېاتوالي په حساب ډېره کمه ده.

د پاکستان حکومت مخالفه پېپلز ګوند په غوښتنه د پاکستان وزېراعظم شاهد خاقان عباسې د راتلونکې ګل په ورځ د شرېکو مفادات شورا یا کونسل ان کامن انټرسټ غونډه رابللې. په دغه غونډه کې به د پېپلز ګوند د سند اېالت اعلې وزېر پشمول د نورو ټولو صوبو اعلې مشران او مرکزې وزېران هم ګډون کوي.

پاکستان پېپلز ګوند درېځ لري د نوې حلقه بندو لپاره د اېيني یا دستورې بدلون وړاندې دې د دغې منظوري د ګډو مفاداتو کونسل نه واخستل شي.

د پاکستان مرکزي حکومت ایتلافي ګوند پښتونخوا ملي پارټۍ سېنېټر عثمان کاکړ ډیوه سره د خبرو په وخت تور لګولی په خېبر پښتونخواه، بلوچستان او قباېلې سېمو کښې د پښتنو ابادي ډېره کمه ښودل شوې.ښاغلی عثمان کاکړ دا درېځ هم خپلوي چې په نوي حلقه بندو کښې د وړو صوبو په څوکیو کې راغلی زیاتوالی د دغه اېالتونو په ابادۍ کې شوي زېاتوالي په حساب ډېره کمه ده.

د پاکستان د شمارېاتو محکمې تر مخه په هېواد کښې نولس کاله پس شوې سرشمېرنو د غېر حتمي نتېجو تر مخه د خېبر پښتونخواه په ابادۍ کښې د کال په حساب درې اعشارېه اته نوې فېصده زېاتوالی راغلی. او د دغه اېالت ابادي د درې کروړه نه اوړېدلو اټکل کېږې. د پاکستان قباېلي سېمو کې دغه ابادي د سيوا کیدو شرح بیا دوه اعشارېه ېو څلوېښت فېصده او د بلوچستان ابادي د درې اعشارېه ووه دېرش فېصدي زېاتوالي سره ېو کروړ پېنځه وېشت لکه خلکو ته د رسیدو اټکل کېږي.

د خېبر پښتونخواه او بلوچستان ملت پاله ګوندونه د سر شمیرنو دغه نتېجې ردوي. د عوامې نېشنل ګوند د قامي اسمبلې غړی حاجي غلام بلور وي او ای ډېوه ته وايي د نوو حلقه بندو د لاندې د خېبر پښتونخواه لپاره د پېنځو څوکو زېاتووالی مناسب پرېکړه ده. ښاغلی بلور وايي د نوي سرشمیرنو وروستو د پنجاب صوبې د قامي اسمبلۍ څوکۍ کمې کړې شوي دي او د خېبر پښتونخوا په څوکیو کې اضافه شوې ده.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن تر مخه که پارلېمان په راتلونکې څو ورځو کښې د نوې حلقه بندو په اړه اېيني بدلون منظور نه کړو نو بېا راروان کال عمومي ټاکنې په ټاکل شوي وخت کېدل ګرانه ده.

د اېیني بدلون د ممکنه مسودې لاندې د قامي اسمبلۍ د عمومي څوکیو شمېره ۲۷۲ پرځاې ساتلو پرېکړه شوې ده. که څه هم د اېیني بدلون د لاندې به ېواځې د پنجاب صوبې د قامي اسمبلۍ څوکۍ کمیږي خو بېا به هم پنجاب صوبه په پارلېمان اکثرېت لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG