لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د خواري کښو اجرت او سرمایه دار ټیکس نه ادا کونکې


د خزانې وزیر اسحاق ډار د کال ٢٠١۴ او ٢٠١٥ لپاره د ٣٩ کهرب او ۴٥ اربه روپو نوی بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړو چې پکې خواري کښو لپاره د میاشتې اجرت کم نه کم حد ١٢٠٠ روپۍ وټاکلی شو کړی شو او د ټیکس نه ورکونکې لپاره د موټرو رجسټریشن فیس زیات کړی شو
د خزانې وزیر اسحاق ډار د کال ٢٠١۴ او ٢٠١٥ لپاره د ٣٩ کهرب او ۴٥ اربه روپو نوی بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړو چې پکې خواري کښو لپاره د میاشتې اجرت کم نه کم حد ١٢٠٠ روپۍ وټاکلی شو کړی شو او د ټیکس نه ورکونکې لپاره د موټرو رجسټریشن فیس زیات کړی شو
د خزانې وزیر اسحاق ډار د کال ٢٠١۴ او ٢٠١٥ لپاره د ٣٩ کهرب او ۴٥ اربه روپو نوی بجټ قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړو چې پکې خواري کښو لپاره د میاشتې اجرت کم نه کم حد ١٢٠٠ روپۍ وټاکلی شو کړی شو او د ټیکس نه ورکونکې لپاره د موټرو رجسټریشن فیس زیات کړی شو.
خو پوښتنه دا ده چې پاکستان کې د ټیکس ورکونکو شهریانو شرح څه ده؟
که د اسحاق ډار صیب د بجټ تجویز په رڼا کې وکتلی شي نو که ټول نه خو د پاکستان زیاتره شته من خلک چې د لویو موټرو اخېستلو وس لري، هغوي د پاره د موټر رجسټریشن فیس زیات شو ځکه چې اکثریت يي ټیکس نه ادا کوي.
په دې لړ کې د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼي یو رپورټ د توجه وړ دی.
د کال ٢٠١٠ په یو رپورټ کې نیویارک ټائمز ویلي د پاکستان د ټولې ابادۍ یواځې دوه فیصده خلک ټیکس ادا کوي او په لویو نه ادا کونکو کې زیاتره سیاستدانان مشران شامل دي.
ټیکس د حکومت د امدن یوه اهمه زریعه وي. د ټیکس د لارې د حکومت خزانې ته راتلونکې پېسې بیا حکومت د خپلې مشینرۍ په چلولو او د اولس په خیر ښیگړې مصرفوي.
پرمخته تللې هیوادونو کې د ټیکس ورکونو شرح زیاته وي او په نتیجه کې يي اقتصادي ماهرین وايي شهریانو ته د صحت، تعلیم او د ژوند نور بنیادي سهولتونه لکه د امن او مان بهتر نظام او د کار روزگار مواقعې ترلاسه وي.
ښاغلي اسحاق ډار پاکستان کې د ټیکس ادائیگۍ د ټېټې کچې ذکر په خپل بجټ تقریر کې وکړو. هغه وویل کال ٢٠١٣ کال ٢٠١۴ کې د وړاندې کال په مقابله کې د ټیکس په ادائیگۍ کې درې فیصده اضافه شوي وه. هغه وویل موجوده حکومت د ټیکس په راغونډولو کې ١٦ فیصده اضافه کړې ده.
چې دماهرینو به د اسحاق ډار په دغه دعوه څه نظر وي؟ راتلونکو ورځو کې به په امکاني توگه راڅرگند شي.
خو ډار صيب د گڼ شمیر ترقیاتي منصوبو ذکر وکړو چې پکې لاهور نه کراچۍ پورې د موټر وی منصوبه هم شامله ده او د بجلۍ د پیداوار لپاره یو شمیر بندونو جوړو منصوبې هم دي. که حکومت په حقیقت کې هم د ټیکس په راغونډولو کې اضافه کړې وي نو ترقیاتي منصوبې په اسانۍ سرته رسولی شي ځکه چې د ټیکس امدن به يي په خزانه کې تیار پروت وي او که چرې د ټیکس نظام هم لکه د پخوا په رنگ کمزوری وي نو د حکومت جیب یعنې خزانه به ضعیفه وي او د اسحاق ډار صیب بجټ تقریر کې ذکر شوي ترقیاتي منصوبې به هم په کاغذ پرتې پاتې وي.
ډار صیب بجټ تقریر کې د کمې امدنۍ او د غریبو شهریانو د مالي امداد ذکر وکړو. هغه وویل د بینظیر بهټو انکم سپورټ پروگرام د لاندې مستحقینو ته به اوس هره میاشت ١٥٠٠ روپۍ ورکړی کیږي.
نوي بجټ کې د خواي کښو د اجرت کم نه کم حد ١٢٠٠ روپۍ ټاکلی شوی دی. د وفاقي ملازمینو میډیکل الاونس کې ١٠ فیصد اضافه او او کونوینس الاونس کې پنځه فیصد اضافه شوي ده.
د پخواني سرکاري ملازمینو په یېشن کې ١٠ فیصد اضافه شوې ده د پیشن حد کم نه کم حد ن ٦٠٠٠ روپۍ ته زیات کړی شوی دی.
نوي بجټ کې په پولټري یا چرگانو، غوښې او کوچو ټیکس ریاعت تجویز شوی. هم دغه رنگ به په دارو هم ټیکس ریاعت وي په نتیجه کې يي امید کیدی شي چې ددغه ټولو مصنوعاتو کې په قیمتونو کې به کمی ولیدلی شي.
په بجټ به اوس تر راتلونکو څو ورځو پورې بحث کیږي. او که حکومت څه تجاوزیر مني نو په بجټ کې به يي شامل کړي او بیا منظورۍ لپاره بجټ وړاندې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG