لاس رسیدونکی لینک

په پاکستان کې د میشته وسله والو په اړه پاکستان باید خپل روش بدل کړي


د انگریزۍ ژبې ټریبیون ورځپاڼه وايي د برېکس په اعلانیه کې چې د کومو تنظیمونو نومونه اخیستل شوي د تیرو څو لسیزو راهسې "دلته" رابطې لري. اداریه وايي دا حقیقت دی چې پاکستان ددغه تنظیمونو خلاف جنگیدلی دی خو د انتهايي خوښې او نا خوښې په بنیاد

د پاکستان ملگري او گاونډي هیواد چین کې د "برېکس" نومې تنظیم هیوادونو په پاکستان کې د میشته وسله والو ډلو د غندنې ورسته د پاکستان ځینې وتلو وځپاڼو په خپلو اداریو کې ویلي وخت راغلی چې اسلام آباد د وسله والو ډلو په اړه خپل روش بدل کړي او د ترهگرۍ په اړه د نړي والې ټولنې تشویش لرې کړي.

د "برېکس اعلانیه" د عنوان د لاندې د انگریزۍ ډان ورځپاڼه په خپله اداریه کې وايي د ملگرو او د حریفانو پاکستان ته یو رنگ پیغام دی."

اداره وايی پاکستان دپاره دغه پیغام دا دی "چې د وسله والو ډلو دپاره د پاکستان برداشت نوره د قبلولو وړ خبره نه ده او که چرې پاکستان غواړي چې په نړي واله کچه د هیواد په اړه سمه رای ولرلی شي نو پاکستان به په قامي کچه سنیجیده کوښښ کوي."

د "برېکس" پنځو غړو هیوادونو، برازیل، هندوستان، چین، روس او جنوبي افریقې، د چین چیامن ښار کې د غونډې په مشترکه اعلانیه په افغانستان کې د امن ملاتړ او هلته يي د ترهگرو حملو غندنه وکړه. اعلانیه کې د چین ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ، د ازبکستان اسلامک مومنټ اف ازبکستان، حقاني ډلې، لشکر طیبه، جیش محمد، تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او حزب التحریر د تشدد غندنه هم وکړه.

څیړونکي وايي لشکر طیبه، جیش محمد، تحریک طالبان پاکستان او حزب التحریر ډلې په پاکستان کې وجود لري. پاکستان په زیاتره ډلو پابندي لگولي ده.

د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف هم د پاکستان یو ټیلي وژن سره مرکه کې په هیواد کې د جیش محمد او لشکر طیبه غوندې تنظیمونو د موجودگۍ په اړه پوښتنې راپورته کړي دي. هغه وویل پاکستان ته دا کتل پکار دي چې د هیواد په خاوره دا ډلې آیا سرمایه دي او که پیټی.

"ټوله نړۍ پاکستان ته ګوته نيسي مونږ له به په کور دننه اقدامات کول وي"، خواجه اصف وویل او زياته یې کړه "څو پورې چې به مونږ په دغو ډلو سترګې پټوؤ په مونږ به دغه ډول فشار راځي."

افغان او امریکايي مامورین د ډیر وخت راهسې په حقاني ډله په افغانستان کې د ترهگرو حملو الزام لگوي او د پاکستان نه غوښتنه کوي چې په خپله خاوره د تنظیم ځالې دې لمینځه یوسي. امریکا حقاني ترهگر تنظیم ټاکلی دی.

هم دغه رنگ لشکر طیبه هم په پاکستان کې جړي لري او امریکا ترهگر تنظیم ټاکلی دی. خپله پاکستان هم په جیش محمد او په لشکر طیبه پابندي لگولي ده خو لشکر طیبه د جماعت الدعوه په نوم خپل وجود پرځای ساتلی دی.

ډان ورځپاڼه وايي "د برېکس هیوادونو د اعلانيی اهمیت د پامه نشي غورځیدی چې په افغانستان کې د تشدد غندنه کوي او په خصوصي توگه د افغان طالبانو، حقاني ډلې، لشکر طیبه او د جیش محمد ذکر کوي."

د انگریزۍ ژبې بله ورځپاڼه "دي نیشن" په خپله اداریه کې وايي که د برېکس اعلانيي په نتیجه کې د پاکستان او د چین ترمنځ په اقتصادي او دفاعي معاهدو به څه اثر ونه غورځیږي خو د چین په ډاگه داسې بیان پاکستان دپاره "یقیناً چې د اندیښې" خبره ده.

دي نیشن اداریه وايي شاید چې پاکستان وس دا خبره محسوس کړي چې چین سره يې ملگرتیا نه خو د همالیه نه لوړه او نه د سمندر نه ژوره ده بلکې ددې ملگرتیا بنیاد په دانشمندۍ ولاړ دی.

د انگریزۍ ژبې ټریبیون ورځپاڼه وايي د برېکس په اعلانیه کې چې د کومو تنظیمونو نومونه اخیستل شوي د تیرو څو لسیزو راهسې "دلته" رابطې لري. اداریه وايي دا حقیقت دی چې پاکستان ددغه تنظیمونو خلاف جنگیدلی دی خو د انتهايي خوښې او نا خوښې په بنیاد.

XS
SM
MD
LG