لاس رسیدونکی لینک

کوټه کې بم چاؤدنه، ١ کس مړ، ٩ زخمیان شوي


بلوچستان د تیرې څه مودې راهسې د ټیټې کچې بغاوت سره مخ دی. چارواکې صوبه کې د تشدد ذمه واري په بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو اچوي

د بلوچستان مرکزي ښار کوټه کې د شورو په یو دکان د لاسې بم په حمله کې یو کس ووژل شو او نهه نور زخمیان شول. په دواو ورځو کې ښار کې دا د بم دویمه چاودنه وه.

د پولیس چارواکو د وینا ترمخه، په موټرسائیکل سوارو دواو حمله کونکو د سیټلائټ ټاون په بازار کې هغه دکان ته لاسي بم ویشتلو چې د پاکستان د ازادۍ ورځ ١۴ اگست دپاره يي قامي بیرغونه خرڅولې.

پولیس وايي چاودنه کې دکاندار ووژل شو او نهه نور کسان زخمیان شو.

یوه ورځ وړاندې د کوټې په پرنس روډ باندې بیرغ خرڅونکې دکان باندې حمله شوې وه. دغه بم چاودنه کې ٢٠ کسان زخمیان شوې وو.

بلوچستان د تیرې څه مودې راهسې د ټیټې کچې بغاوت سره مخ دی. چارواکې صوبه کې د تشدد ذمه واري په بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو اچوي.

XS
SM
MD
LG