لاس رسیدونکی لینک

د بې درکه بلوڅانو خپلوانو اسلام اباد په لورې احتجاجي مزل


ماما عبدالقدیر بلوڅ
د کراچۍ پریس کلب مخې ته د احتجاج ورسته د بې درکه بلوڅانو خپلو خپلوانو کراچۍ نه د اسلام آباد په لورې احتجاجي لاریون یا لانگ مارچ شورو کړی دی.
د لاریو برخه وال ٢٠ ورځې وړاندې د ٧٠ کلن سپین ږیرې مشر ماما عبدالقدیر بلوڅ په مشرۍ کې په پښو کوټې نه کراچۍ ته رسیدلې وو. احتجاج کونکې به د کراچۍ نه تر اسلام آباد پورې شا او خوا ١۴٠٠ کلومیټره مزل پښو کوي.
د احتجاج برخه وال د خپلو کورنیو بې درکه غړو د بازیابۍ غوښتنه کوي.
بلوڅ احتجاج کونکو د اکتوبر په ٢٧ مه نیټه کوټې نه لاریون شورو کړی وو او کراچۍ ته د رسیدو ورسته يي هلته د پریس کلب مخې ته کیمپ ولگولو. کراچۍ کې د احتجاج په مهال سیاسي مشرانو او د انساني حقوقو کارکونکو د کېمپ دورې وکړې.
ماما عبدالقدیر ویلي اسلام آباد ته د رسیدو ورسته به نیشنل پریس کلب ته ځان رسوي. هغه وویل اسلام آباد ته د رسیدو ورسته به د راتلونکو اقدام په هکله غور کوي.
بلوڅ قام پرسته گوندونه وايي په سلگونو بلوڅان بې درکه دي او زیاتره د پاکستان امنیتي ادارو په ولکه کې نیول شوي خو نه پې څه فرد جرم لگول شوی او نه عدالت ته وړاندې کړی شوي دي. د انساني حقوقو پلویان وايي گڼ شمیر کسانو د بې درکه کیدو ورسته مړي موندلی شوي دي.
خپله د ماماعبدالقدیر ځوی هم بې درکه شوی وو او ورسته يي مړی وموندلی شو. ماما قدیر وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلي د هغه وژل شوي زوي په بدن د تشدد نخښې هم وې.
XS
SM
MD
LG