لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماما قدیر: که ریفرنډم وشو نو بلوڅان به ازادي خوښه کي


٧٢ کلن ماما قدیر بلوڅ د بلوچستان مرکزي ښار کوټې څخه د پاکستان سرښاراسلام اباد پورې ٢٥٠٠ کلومتیره زیات پیاده سفر کړی، د ١٨ کسانو په دې لاریون کې ښځې او ماشومان هم شامل وو
٧٢ کلن ماما قدیر بلوڅ د بلوچستان مرکزي ښار کوټې څخه د پاکستان سرښاراسلام اباد پورې ٢٥٠٠ کلومتیره زیات پیاده سفر کړی، د ١٨ کسانو په دې لاریون کې ښځې او ماشومان هم شامل وو
د ورکو بلوڅانو لپاره مبارزه کونکی ماماقدیر بلوڅ وايي اسلام آباد کې د ملگري ملتونو، اروپائی ټولنې او امریکائي ډپلوماټانو ته د بې درکه بلوڅ فعالینو فهرست او یاداشت ورکولو ورسته هغه اوس په اطمینان دی او هیله من دی چې نړي واله ورورولي به د دوي لپاره ژغا وکي.
٧٢ کلن ماما قدیر بلوڅ د بلوچستان مرکزي ښار کوټې څخه د پاکستان سرښاراسلام اباد پورې ٢٥٠٠ کلومتیره زیات پیاده سفر کړی، د ١٨ کسانو په دې لاریون کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
ډیوه ریډیو سره یوه مرکه کې ماماقدیر ویلي اوس يي اوږد لاریون ختم کړی خو په کراچۍ کې يي احتجاجي کامپ لگولی او دا به تر هغو جاري وي تر څو چې يي غوښتنې نه وي منل شوي.
د یوې پوښتنې په جواب کې هغه وویل بلوچستان کې د بلوڅ فعالینو په بې درکیو، د هغوې خراب شوي مړي میندل کیدو او حکومتی ناانصافیو په ضد ډیرې اندیښنې او قهر موجود دی. هغه زیاته کړې که چیرې ازاد او بې پلوه ټول پوښتنه (ریفرنډم) وشي نو د بلوڅو سېمو زیاتره وگړي به له پاکستان څخه د ازادۍ په حق کې رائې ورکړي.
د ماما قدیر بلوڅ سره مرکه ډیوه ریډیو خبریال نصیر احمد کاکړ کړې، دلته يي اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG